اطلاعات روز: د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دوېمه ټېسټ لوبه کې افغانستان وکولای شول چې مقابلې لوبډلې تله د ۲۷۸ منډو هدف ورکړي او په دې توګه یې لوبه د ۷۲ منډو په لوی توپیر وګټله.
دا لوبه چې د زمبابوې په کوربتوب د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ پیل شوې وه او نن (دوشنبه، ۱۷ د مرغومي) پای ته ورسېده، افغان لوبډلې پکې لومړی د توپ وهنې په کولو سره په لومړۍ پاڼې کې یوازې ۱۵۷ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
د دې په مقابل کې د زمبابوې لوبډلې ۲۴۳ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. د افغانستان له لوري راشد خان څلور، یمین احمدزي درې، فرید احمد دوه او ضیاء الرحمن یو لوبغاړی وسوځاوه.
افغان لوبډلې وکولای شول چې په خپله دویمه پاڼۍ کې د خپلو دوو لوبغاړو د سلیزو پر مټ نه یوازې د زمبابوې د منډو کسر پوره کړي، بلکې د ۲۷۸ منډو هدف یې هم ورکړ. په دې پاڼۍ کۍ د افغانستان له لوري رحمت شاه ۱۳۹ او عصمت عالم ۱۰۱ منډې وکړې.
د زمبابوې لوبډلې د هدف په تعقیب کې خپل ټول لوبغاړي پر ۲۰۵ منډو له لاسه ورکړل او په دې توګه یې د ۷۲ منډو په توپیر لوبه افغانستان ته وبایلله. د افغانستان له لوري راشد خان اووه او ضیاء الرحمان دوه لوبغاړي وسوځول.
تر دې وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه مساوي اعلان شوې وه او دواړو لوبډلو وکولای شول چې په لومړیو پاڼیو کې زیاتې منډې وکړي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان وکولای شول د زمبابوې په کوربتوب کوربه لوبډلې ته د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو په لړیو کې ماتې ورکړي.