هند د پکتیکا په برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي برید وغانده

اطلاعات روز: د هند د بهرنیو چارو وزارت د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر ځینو سیمو د پاکستان هوایي برید پر «ملکي افغانانو» حمله ګڼلې او غندلی یې دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند شري راندیر جیسوال نن (دوشنبه، ۱۷ د مرغومي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «موږ په صراحت سره پر بې ګناه ملکیانو هر ډول برید غندو.»

نوموړي زیاته کړې: «دا د پاکستان یوه پخوانۍ تګلاره ده چې ګاونډیان د خپلو داخلي ماتو لامل بولي.»

د پاکستان پوځ یوه اونۍ وړاندې د سې‌شنبې په شپه (۴ د مرغومي) د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر ځینو سیمو بمبار وکړ او د طالبانو د ادعا له مخې په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ تنه وژل شوي دي.

خو، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وویل، چې دا بریدونه د استخباراتي اطلاعاتو له مخې د پاکستان د امنیتي ګواښونو پر خلاف شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه نه کړه چې د کومې ډلې له خوا دا ګواښونه پاکستان ته متوجې وو، البته تر دې وړاندې یې په ځلونو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په خپله خاوره کې د بریدونو د زیاتېدو او ناامنۍ عامل ګڼلی دی.

پاکستاني چارواکي وایي، چې ټي ټي پي په افغانستان کې ده او د دې هیواد له خاورې د پاکستان پر خلاف بریدونه پلانوي. خو، طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور ردوي او وایي چې دا ډله په پاکستان کې مېشته ده.