اطلاعات روز: د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د دې هیواد چارواکي د افغانستان سره چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی د خپلې حقابې ترلاسه کولو په اړه خبرې کوي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، پزشکیان دا څرګندونې د جمعې په ماښام (۲۱ د مرغومي) سیستان او بلوچستان ته د خپل سفر په اړه په یوه ټلویزیوني مرکه کې کړې دي.
هغه ویلي: «پريکړه وشوه، چې والي به زموږ د ګاونډي او ورور هېواد افغانستان سره د حقابې په اړه خبرې وکړي، او نور پروګرامونه د محترم والي او د انرژۍ وزارت لخوا تر لاس لاندې دي.»
په دې وروستیو کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د هرات د پاشدان بند څخه د اوبو ایستلو په غبرګون کې، ایران ته د اوبو د ننوتلو محدودولو په اړه اندیښنه څرګنده کړې.
خو، مولوي عبدالکبیر، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د رییس الوزرا د سیاسي مرستیالۍ له دندې ګوښه شوی، د ایران اندیښنو ته په ځواب کې ویلي چې د اوبو د حقونو مسئله د دواړو خواوو ترمنځ په دوستانه توګه حل شوې ده او «په دې برخه کې غیر مسوولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو منفي اغېز کولی شي».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې «له افغانستان څخه تمه کېږي، چې د افغانستان سرحدي سیندونو د اوبو د جریان په دوام کې همکاري وکړي چې ایران ته بهیږي او رامنځته شوې خنډونه لېرې کړي».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي دغه راز ویلي، چې هیواد یې د افغانستان له سیندونو څخه د حقابې د بیرته ترلاسه کولو لپاره له ټولو لارو چارو کار اخلي.