هلمند کې د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي، چې په روغتیایي مرکزونو کې خدمات په نشت حساب دي، چې له امله یې خلک اړ دي د یوې عادي ناروغۍ د درملنې لپاره په کیلومټرو سفر وکړي. د دې ولایت د موسی کلا، خانشین، زمینداور او نورو ولسوالیو اوسیدونکي وایي، چې دغلته د تېرو دریو میاشتو راهیسې د روغتیایي مرکزونو خدمات محدود شوي دي.
د موسی کلا ولسوالۍ د شین غزک کلي اوسیدونکي دې چارې اندیښمن کړي او وایي چې تر دې وړاندې د دې ځای روغتیایي مرکز فعال و، خو له تیرو دریو میاشتو راهیسې یې فعالیتونه ټکني او زیات شمیر طبي کارکوونکي یې له دندو ګوښه شوي دي.
خیرالله چي د موسی قلعه ولسوالۍ د شین غزک سیمي اوسیدونکي دی، وایي مخکې یاد روغتیایي مرکز ته د سیمي ناروغانو مراجعه کوله، خو له تیرو څو میاشتو راهیسې په دې مرکز کې درمل او روغتبایي کارکوونکي نشته او خلک حیران دي چې د درملنې لپاره چیرته ولاړ شي.
نوموړي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «مخکې د شین غزک کلینیک ته د لويي هدیري، صاحبزاده او لوړ کلي خلکو خپل مریضان راوستل، دغلته ډيرې ډاکترانې وې، خو اوس وایي د موسېسې قرارداد خلاص شوی دی تر اوسه بله موسېسه نه ده راغلې په ټول کلینیک کي یوازې یو پیره دار او ډاکټر شته، خو دوا نشته، چې موږ ته د سر درد راپیدا شي حیران یو چې چیرې ولاړ شو.»
د معلوماتو له مخې تر دې وړاندې هلمند کې OHPM موسېسې د دې ولایت په کچه فعالیت درلود چې ۱۵ ولسوالیو کې یې ۱۲۰ روغتیایي مرکزونو ته خدمات وړاندي کول، خو د یادې موسېسې فعالیتونه د ۲۰۲۴ کال په ورستیو میاشتو کې دریدلي دي.
خانشین د هلمند یوه بله لېرې پرته ولسوالۍ ده چې د مرکز لښکرګاه ښار څخه ۱۶۰ کیلومتره فاصله لري، خلک یې شکایت کوي چې په زیاتو روغتیایي مرکزونو کې نه هم درمل او نه کارکوونکي شته دي.
د دې ولسوالۍ د یوه روغتیاي مرکز یوې ښځينه کارکوونکي رخشانې (مستعار) اطلاعات روز ته وویل، چې تر دې وړاندې د OHPM موسېسې د یاد مرکز مالي ملاتړ کاوه، خو په وینا یې چې د دې موسېسې د قرارداد د ختمیدو سره نوې موسېسې د روغتون د کارکوونکو معاشات او نور امتیازات کم کړي دي.
نوموړې وویل: «مخکې موږ د خانشین په کلینیک کي درې قابلې، یوه ډاکټره، دوې نرساني، دوې تنې د سویې تغذیې او واکسین په برخه کي همکارانې درلودې، چې کله زموږ د موسېسې قرارداد RI موسېسې واخیست زموږ د کارکوونکو معاشات او نور امتیازات یې راکم کړل، پخوا زموږ د سویې تغذیې معاشات ۲۴۰۰۰ افغانی و، خو اوس چې د ښار څخه کیلومټرونه سفر هم کوو، خو بیا هم زموږ معاش ۱۸۰۰۰ افغانی ته راټیټ شوی دی، چې نه سفریه لرو نه هم کرایه او نور امتیازات دغه رقم د قابلو او نورو ټولو کارکوونکو معاشات هم کم شوي دي چې په ډیرو کلینیکونو کې کارکوونکو وظیفې پرېیښي او د پخوا په رقم درمل او امکانات هم روغتونونو کې نشته، خو مریضان د پخوا په اندازه زیات شوي دي.»
باغران د هلمند یوه بله لېرې پرته ولسوالۍ ده، چې د ارزګان، دایکندي، غور او فراه ولایت سره پوله لري. د دې ولسوالۍ اوسیدونکی محمد شریف وایي، چې د ګردي باغران روغتیايي مرکز روغتیایي کارکوونکي نه لري او دوی د درملنې په موخه ۵۰ کیلومتره لېرې سفر کوي، ترڅو د موسی کلا ولسوالۍ یا هم ارزګان ولایت روغتیایي مرکز ته ځان ورسوي.
نوموړی زیاتوي: «زموږ د ګردي باغران کلینیک ډاکټران نشته، پخوا به موږ ته ډاکټران راتلل او هره ورځ به ناروغان تداوي کیدل، خو اوس موږ د یو عادي مریضي لپاره ۵۰ کیلومتره سفر کوو چې د موسی کلا ولسوالۍ کلینیک ته ورسیږو هغلته دوا وکړو، مخکې دغه د ګردي باغران کلینیک هم ښځينه ډاکټران او هم نارینه ډاکټران درلودل، خو اوس چې ورشو وايي یوه میاشت وروسته راشئ دوا نه ده راغلې، ډاکټر نه دی راغلی بس دغه بهانې راته کوي.»
نوموړی وایي، که څه هم دغلته یو شمیر ډاکټرانو شخصي معاینه خونې جوړې کړي، خو په خبره یې چې نه یوازې دا چې درملنه یې نه کېږي، بلکې په لوړ قیمت پرې وخت تېره درمل هم پلورل کېږي.
هغه په دې اړه وویل: «شخصي ډاکټران شته، خو اکثریت یې مکتب هم نه دی ویلی، بس چې خط وویلای شي دغلته کلینیک او دواخانه جوړه کړي، هغه نه زموږ علاج کولای شي پر هغه سربیره تر تاریخ تیره دوا په دوه چنده قیمت راباندې خرڅوي.»
د باغران بل اوسیدونکی حاجي محمد نسیم هم وایي، چې له ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخ دي خو د اقتصادي ستونزو له کبله لښکرګاه ښار یا کومې بلې ولسوالۍ ته سفر نه شي کولای.
نوموړي وویل: «زموږ د کلي روغتیایي مرکز کې یوازې یو دوه تنه ډاکټران شته، هغه هم دوا نشته چې ورشو وایي اوس ولاړ شئ دوا نه ده راغلې، د ولسوالۍ په کلینیک کې ولاکه د سر د درد دوا لا پیدا کېږي، پیسې نشته د خلکو اقتصاد خراب دی، د دوا لپاره ښار ته هم نه شي تلای، بس چې دغلته یو څوک مریض شي که په پیر او تعویض ښه شول خو ښه خبره ده که نه نور د چا په وس نه ده پوره.»
هلمند کې د یو شمیر روغتیایي مرکزونو فعالیتونه له هغه وروسته ځندیدلي کله چې په دغه ولایت کې د OHPM موسېسې قراداد ختم او پر ځای یې Relief international موسیسې قرارداد اخیستی، خو دغې موسېسې د کمو امکاناتو له کبله لاهم روغتیایي مرکزونو ته امکانات نه دي ورکړي.
هلمند کې د OHPM موسېسې یوه پخواني کارکوونکي حمیدالله نیکزاد اطلاعات روز ته وویل، چې د دې موسېسې پروژه د ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې ختمه شوې او نور په هلمند کې فعالیت نه کوي.
د نوموړي په وینا، چې هلمند کې د دې موسېسې پر ځای د روغتیایي خدماتو پروژه د Relief international موسېسې ګټلې، خو د کمو امکاناتو له کبله یې د کارکوونکو تعداد او معاشات کم کړي او لا یې هم په ډيرو روغتیایي مرکزونو کې فعالیت نه دی پیل کړی.
نوموړي وویل: «مخکې هلمند کې د روغتیایي مرکزونو مالي ملاتړ OHPM موسېسې کاوه، خو د هغې موسېسې قرارداد په نومبر کې ختم شو، اوس RI موسېسه راغلې خو د دې موسېسې امکانات ډير کم دي چې د تیرې موسېسې ۴۰۰ کارکوونکي یې په روغتونو کې جواب کړل او د کارکوونکو معاشات یې هم کم کړل، تر اوسه په ډيرو سیمو کې کلینیکونه لاهم بند دي، خدمات او طبي پرسونل نه لري، ځکه چې په ډيرو کلینیکونو کې پخوانیو کارکوونکو د معاشاتو د کمیدو په خاطر وظیفې پرېيښي دي او نوي کارکوونکي تر اوسه نه دي ورته معرفي شوي.»
د ده په وینا، چې هلمند کې د روغتیایي برخې کارکوونکي له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي چې د OHPM موسېسې لاهم د تیرو دریو میاشتو معاشات نه دي ورکړي او RI موسیسې بیا زیاتو کارکوونکو ته نوي قراردادونه نه دي ورکړي او د زیات شمیر کارکوونکو سرنوشت تر اوسه معلوم نه دی.
بلخوا د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د بُست ولایتي روغتون مسوولین وایي، چې په دې وروستیو کې د ولسوالیو کې په روغتیایي مرکزونو کې د خدماتو د نشتون له کبله د ناروغانو شمیر زیات شوی دی.
د دې روغتون یو تن کارکوونکي ډاکټر نقیب الله سعود (مستعار) اطلاعات روز ته وویل، چې دا روغتون ۲۰۰ بستریز دی، خو د ناروغانو شمیر تر ۵۰۰ هم زیات شوی دی.
نوموړي وویل: «مخکې بُست روغتون ۱۵۰ بستریز و، خو د MSF په مالي مرسته ۲۰۰ بستیریز شو، خو لاهم ناروغان زیات دي او ځای مو تنګ دی، په دې ورستیو کي خو بیخي ډیر ناروغان جوابوو او یوازې شدید ناروغانو درملنه کولای شو.»
د ده په وینا، چې په دې ورستیو کې د موسېساتو ملاتړ کم شوی چې له کبله یې د ولسوالیو زیات شمیر ناروغان د درملنې لپاره بُست روغتون ته مراجعه کوي.
سعود وویل: «مخکې دغلته یو شمیر حمایوي موسېساتو د روغتونونو مالي ملاتړ کاوه، خو اوس د دغه موسېساتو فعالیتونه دریدلي دي چې د دې کبله د ولسوالیو څخه ډير ناروغان بُست روغتون ته راځي او دغلته موږ تر ۲۰۰ زیاتو ناروغانو ظرفیت نه لرو، یوازې شدید ناروغان راګرځوو که د ولسوالیو روغتیایی مرکزونه فعاله نه شي، د ښار پر روغتیایي مرکزونو د ناروغانو شمیر نور هم زیاتیږي.»
د هلمند اوسیدونکي له طالبانو او نړیوالو موسېساتو غواړي چې په لېرو پرتو ولسوالیو کې روغتیایي مرکزونه بیرته ژر تر ژره فعال کړي او روغتیایي مرکزونو کې درمل او د روغتیایي برخې کارکوونکي زیات کړي.