اطلاعات روز: د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې یې له ایران څخه افغانستان ته څه باندې ۱.۲ میلیونه بې اسناده کډوال ثبت کړي، چې ۶۷ سلنه یې په زور راایستل شوي دي.
دا شمیرې نن (پنجشنبه، ۲۷ د مرغومي) ایکس کې د کډوالۍ نړیوال سازمان پر پاڼه خپرې شوې دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې د اروپایې ټولنې په ګډون د مرستندویانو په مرسته یې له ۳۲۴زرو څخه زیاتو راستنیدونکو ته بشري مرستې رسولي دي.
افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشر می هاینک پارک ویلي: «اروپایي ټولنه د IOM اوږدمهاله همکار دی. د دوی ملاتړ به موږ ته دا وړتیا راکړي چې په افغانستان کې د سلګونو زرو راستنیدونکو او زیان منونکو ټولنو سره مرسته وکړو او د بیا یوځای کیدو، ټولنیز پیوستون او اوږدمهاله حل لارو لپاره زمینه برابره کړو.»
د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، چې په روانه اونۍ کې د دغه سازمان، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) يو پلاوي په هرات کې د راستنېدونکو کډوالو د استوګنې او ترانزيټ له مرکزونو څخه ليدنه کړې.
ایراني چارواکي وايي، دغه هېواد به د روان میلادي کال تر پایه دوه میلیونه افغان کډوال وباسي.
له پاکستان څخه د افغان اتباعو اخراج او راستنېدل هم روان دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته هېواد د کډوالۍ له څپې سره مخ شو او ډیری افغانان ایران او پاکستان ته ستانه شول.