اطلاعات روز: د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هیواد یې د پراختیایي همکارۍ او زیاتو بشري مرستو په برخه کې له طالبانو سره د لا زیات تعامل غوښتونکی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال د جمعې ورځ په یوې خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې د دې هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویکرام مصري او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ترمنځ وروستۍ ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ «د تعامل د لوړې کچې» ښودنه کوي.
د هندوستان ټایمز په وینا، جیسوال ویلي: «موږ په کابل کې تخنیکي ماموریت لرو. موږ د وزیرانو په کچه خبرې اترې کړې دي، چې ډیری یې په تیر کال یا تر هغه وړاندې وې. دا د تعامل تر ټولو لوړه کچه وه، چې موږ درلوده او موږ دا روښانه کړې چې موږ غواړو د بشري مرستو د چمتو کولو لپاره ډیر څه وکړو او همدارنګه د افغانستان له حکومت او خلکو سره د پراختیایي همکارۍ په برخه کې مرسته وکړو.»
جیسوال څرګنده کړې، چې هند غواړي د بشري او پرمختیایي ملاتړ د زیاتولو له لارې له افغانستان سره خپلې اوږدمهاله اړیکې ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا: «موږ غواړو چې د دې دواړو کارونو پر بنسټ چې موږ هلته کوو، د افغانستان له خلکو سره زموږ د اوږدې مودې اړیکې پیاوړې کړو. موږ غواړو چې په سپورټ کې هم ډیر کار وکړو. تاسو پوهیږئ چې د افغانستان د کرکټ څو لوبغاړي شته چې دلته د هند په غوره لیګ (IPL) کې لوبیږي.»
د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویکرام مصري د روانې میاشتې په پیل کې په دوبۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل.
په دې کتنه کې مصري د افغانستان خلکو ته د لا زیاتو بشري او پرمختیایي مرستو پر چمتو کولو د هند پر ژمنې ټینګار کړی دی.
هند دغه راز موافقه کړې چې د چابهار بندر په ګډون به سوداګرۍ ته وده ورکړي، او همدارنګه به په هغه هیواد کې د روغتیا سکتور او کډوالو ته د لاس ورکولو لپاره خپل ملاتړ پراخ کړي.