اطلاعات روز: د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، نړۍ د افغانستان بحران له پامه غورځولی دی.
هغه پرون (شنبه، ۲۹ د مرغومي) ایکس کې پر خپله پاڼه افغانستان ته د خپل سفر خبر ورکړی دی.
د ناروې د کډوالو شورا مشر ویلي، چې په افغانستان کې ۲۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري؛ په داسې حال کې چې پاکستان ۸۰۰ زره کډوال راایستلي او ایران هم د دوه میلیونه کډوال د راایستلو پلان لري.
نوموړي هرات ولایت ته د سفر وروسته لیکلي، چې هغه له هغو میرمنو سره لیدلي چې له ایران څخه د خپلو میړونو پرته راایستل شوې دي.
ایګلنډ ویلي، چې دوی بیرته «ژورې بې وزلۍ او نا امیدۍ ته راستنې شوې دي؛ یو داسې بحران چې نړۍ له پامه غورځولی دی».
ایران او پاکستان سږکال د افغان کډوالو نیول او جبري ایستل زیات کړي دي.
ایراني چارواکو اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به دوه میلیونه افغان کډوال له خپل هېواده وباسي.
پاکستان د روان کال له پیل راهیسې د افغان کډوالو نیول هم زیات کړي او په اسلام آباد کې د طالبانو د سفارت د شمېرو له مخې، شاوخوا ۸۰۰ کډوال نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د شمیرو له مخې، په افغانستان کې به په ۲۰۲۵ کال کې ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري، او د دې خلکو ملیونونه نه پوهیږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه راشي.