UN Photo/Jean Marc Ferré

د طالبانو د دوو چارواکو د نیولو غوښتنه؛ بینټ: په افغانستان کې د پوښتل کېدو په تړاو مهم ګام دی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ د نړیوالې جنایي محکمې د څارنوال له لوري د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو په تړاو د امر د صادرېدو غوښتنه په افغانستان کې د پوښتل کېدو پر لور یو مهم ګام بللی دی.

ده نن (پنجشنبه، ۴ د سلواغې) پر ایکس لیکلي چې دا غوښتنه د طالبانو مشرانو ته یو سخت پیغام ورکوي چې د دوی «فاحش جنایتونه» به تعقیبېږي.

همدا راز ښاغلي بینټ ویلي چې دا غوښتنه د افغانستان خلګو ته هم دا پیغام ورکوي چې د دوی حقونه نه دې هېر کړل شوي.

د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال کریم خان نن اعلان وکړ چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیول کېدو په تړاو یې د امر ورکولو په موخه خپله غوښتنه ثبت کړې ده.

ده ویلي چې دفتر یې دې پایلې ته رسېدلی چې دا دوه تنه د افغانستان د ښځو او نجونو د جنسیتي ځورونې مسوول دي چې د روم د اساسنامې له مخې د بشریت پر خلاف جنایت دی.

د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال ویلي چې د طالبانو د یو شمېر نورو مشرانو د نیولو په موخه به هم خپله غوښتنه وړاندې کړي.