اطلاعات روز: زابل ولايت کې ځايي سرچينې وايي چې د ياد ولايت په مرکز کلات کې يوه ځوان ځان وژنه کړي ده.
دا سرچينه چې نه غواړی نوم يې خپور شي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته یې ویلي چې د «عصمت الله دانش» په نوم ياد ځوان تېره شپه (۲۰ د سلواغې)په کور کې د اقتصادي ستونزو او کار نشتون له امله ځان زندۍ کړی دی.
تر اوسه پوري په زابل کې د طالبانو ولايتي مسولينو د دې پيښې په اړه څه نه دې ويلي.
دا په داسي حال کې چې تېرو څو ورځو کې په هلمند ولايت کې هم دوو کسانو ځان وژنې کړې دي.
پر هیواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د خلګو تر منځ د ځان وژنو شمېر زیات شوی دی.
د فقر د کچې زیاتېدل، بېکاري، له راتلونکې ناهیلي او رواني ناروغۍ د ځان وژنې اصلي عوامل ګڼل کېږي.