اطلاعات روز: د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او روسیې د مذاکراتو په درشل کې ویلي چې «موږ نشو کولای چې د افغانستان په څېر یو وضعیت ولرو، هلته چې متحده ایالاتو له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړې او د افغانستان دولت یې ګوښی کړ».
ده پرون (یکشنبه، ۲۸ د سلواغې) په ټیلیګراف ورځپاڼه کې په خپرې کړې مقالې کې ويلي: «باوري یم چې ولسمشر ټرمپ هم غواړي له داسې وضعیته ډډه وکړي.»
د بریتانیا لومړي وزیر ټینګار کړی چې اوکراین باید د مذاکراتو پر میز وي، ځکه له دې پرته بل هر څه به په دې معنا وي چې د پوتین دریځ منل شوی دی او نوموړی اوکراین د یوه واقعي ملت په توګه نه مني.
ده زیاته کړې چې که غواړو پوتین په راتلونکې کې «له زیاتو تېریو» راوګرزوو، نو په اوکراین کې پایداره سوله د دې هیواد د اوږدمهالي حاکمیت په ساتلو سره ضروري ده.
ښاغلي سټارمر همدا راز همدا راز چمتووالی ښوولی چې د سولې د موافقې په چوکاټ کې د اوکراین د امنیت له تضمیمن سره د مرستې لپاره دې هیواد ته بریتانوي ځواکونه لېږلای شي.
ټاکل شوې ده چې امریکايي او روسي پلاوي سبا د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.
په دې مذاکراتو کې د اوکراین او اروپایي هیوادونو استازي نشته او دې چارې اندیښنې راپیدا کړې دې چې ښایي په اوکراین کې افغانستان ته ورته سناریو تکرار شي.