اطلاعات روز: کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړی، چې د دغه سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره د سیاسي او اقتصادي همکارۍ اړوند مسایلو باندې خبرې کړې دي.
د ایران سفارت ایکس کې پر خپله پاڼه په یو لنډ پیغام کې ویلي، چې په دې کتنه کې د سوداګرۍ، ترانسپورټ، روغتیا، کرنې، انرژۍ او سیاسي همکارۍ پورې اړوند یو لړ مسایلو باندې بحث او خبرې شوې دي.
ایران له طالبانو سره نږدې اړیکې جوړې کړې دي.
ایراني چارواکي د افغانستان د سرحدي سیندونو څخه د ایران حقابه له طالبانو سره د خپلو خبرو اترو اصلي محور ګڼي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې د هلمند د حقابې موضوع له افغانستان سره د هر ډول تعامل او خبرو اترو ثابت محور دی.
بقايي دغه راز زیاته کړې چې طالبان د ایران حقابه یو قانوني، بشري او شرعي ژمنتیا ګڼي.
علي رضا بیکدلي ویلي و، چې د ایران د حقابې مسئله له طالبانو سره په وروستیو خبرو اترو کې حل شوې ده.
خو، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا وویل، چې هغه څه چې د دغه هیواد د سفیر له قوله نقل شوي، دقیق نه دي.