اطلاعات روز: د «ایران د بشري حقونو سازمان» راپور ورکړی دی چې د وروستیو دوو ورځو پر مهال د ایران دولت د دوو افغانانو په ګډون اته تنه اعدام کړي دي.
د دې بنسټ په وینا، د افغانستان دا دوه تنه وګړي په «جنسي تېري» تورن وو او اعدام شوي دي.
ویل شوي چې دا دوه تنه د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱) په قزلحصار زندان کې اعدام شوي دي. د هغوی هویت تر اوسه نه دی اعلان شوی.
له دې اتو زندانیانو څخه همشهري نومې ورځپاڼې یوازې د «قصدي قتل» په تور د یوه او د «جنسي تېري» په تور د درو تنو اعدام اعلان کړی او د څلورو نورو اعدامونو په اړه یې څه نه دې ویلي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان له شمېرو سره سم، د ۲۰۲۴ کال پر مهال لږ تر لږه ۹۷۵ تنه په ایران کې اعدام شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان په وینا، د ۲۰۲۴ کال پر مهال په اعدام شویو افرادو کې لږ تر لږه ۸۰ تنه یې د افغانستان وګړي دي.