مالیې وزارت

روان مالي کال کې راټول شوي عواید ۱۴۲ میلیارده او ۶۸۵ میلیونه افغانیو ته ورسېدل

د هېواد مالیې وزارت ویلي دي، چې د روان کال له پیله تر اوسه ټولې ۱۴۲ میلیارده او ۶۸۵ میلیونه افغانۍ ملي عواید ټول شوي دي.

د دې وزارت خبرپاڼه کې، چې نن (دوشنبه، ۱۹ لړم) خپره شوې، په کې راغلي چې یواځې دوو وروستیو اونیو کې ټولې اووه میلیارده او ۱۷۰ میلیونه افغانۍ ملي عواید ټول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې ۳۹۴ میلیونه افغانۍ له مستوفیتونو، یو میلیارد او ۱۸۶ میلیونه افغانۍ له مالیاتي عوایدو، یو میلیارد او ۷۵۷ میلیونه افغانۍ له غېر مالیاتي عوایدو او درې میلیارده او ۸۳۱ میلیونه افغانۍ د ګمرکونو له برخې لاس ته راغلي دي.

دغه راز مالیې وزارت زیاته کړې، چې د روان مالي کال له پیله د لړم تر ۱۷مې، د پراختیایي بودجې ۵۷.۶ سلنه، چې ټولې ۱۰۰ میلیارده افغانۍ او د عادي بودجې ۷۳ سلنه، چې ټولې ۲۲۱ میلیارده او۷۳۱ میلیونه افغانۍ کیږي، په مصرف رسېدلې دي.

د دې وزارت د مالوماتو له مخې، د روان مالي کال له ټولې بودجې، ټولې ۳۲۱ میلیارده او ۷۳۱ میلیونه افغانۍ چې ۶۷ سلنه جوړوي، لګښت شوی دی.

د ۱۳۹۹ل مالي کال بودجه ۴۲۸ میلیارده او ۳۸۰ میلیونه افغانۍ په نظر نیول شوې وه. له دې ډلې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۳۹ میلیارده نورې یې پراختیایي بودجه ټاکل شوې وه.

هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدو سره، حکومت د بودجې سند تعدیل او ملي بودجې ته یې ټولې ۸۹ میلیارده نورې افغانۍ له خلکو د ملاتړ او عامه هوساینې لپاره، له کرونا ویروس سره د ګټورې او هر اړخیزې مبارزې لپاره زیاتې کړې.