بسونه

کابل ښار کې ښاري بسونو په خپل کار پیل وکړ

اطلاعات روز: د کابل ښاروالي وایي، ښاري بسونو نن (پنج شنبه، ۵ د کب) د کابل ښار په کچه خپل فعالیت پیل کړ.

کابل ښاروالۍ په خپلې فیسبوکپاڼې ویلي، چې دغو بسونو د کابل ښاروال محمدداود سلطان زوی له خوا د کارته نو او احمدشاه بابا مېنې پر لور خپل فعالیت پیل کړ. ښاروالي وایي، ۲۰۰ بسونه به د کابل په ۱۶ لارو کې فعالیت کوي، چې نن یې یوازې پنځو په ازمایښتي ډول فعالیت پیل کړ.

د خبرپاڼې له مخې، د کابل ښاروال ویلي، چې دغه بسونه د «ای سي بس» په نوم د یوې «معتبرې» امریکایي کمپنۍ دي، چې په معیاري ډول به د کرایې اخیستنه کوي او په یو وخت کې د ۳۰ مساپرو لېږد وړتیا لري.

ښاغلي سلطان زوی ویلي: «د دې بسونو په ګټنې به زموږ د خلکو په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون راشي او د اوسېدونکو په لېږد رالېږد برخه کې به ګڼه ګوڼه کمه او ښاري سهولتونه به تجربه کړي. دا بسونه چې ملي پانګه ګڼل کیږي، ساتنه او څارنه یې د ټولو اوسېدونکو دنده ده.»

د ښاروالۍ خبرپاڼه دغه راز ویلي، دا بسونه به د ۵ ترمینلونو او د ۲۶۴ دستګاوو له لارې په مختلفو برخو کې چوپړتیاوې وړاندې کړي.