فرانسه کې د افغان فعالانو غونډه؛ د ښځو په تړاو د طالبانو سیاستونه «د بشریت پر خلاف جنایت» دی

اطلاعات روز: د بشري حقونو، ښځو حقونو او مدني ټولنې یو شمېر فعالانو، څېړونکو او همدا راز په اروپا کې د افغان ډیاسپورا ټولنې غړو په فرانسې کې د یوې غونډې پر مهال د افغانستان د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه د «بشریت پر وړاندې جنایت» او «جنسیتي اپارټاید» بللی دی.

دا غونډه پرون (شنبه، ۶ د غویي) د فرانسې په «الفرغ ویل» ښار کې تر «د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د ښځو حقونه؛ ننګونې او حل لارې» نوم لاندې را بلل شوې وه.

د دې غونډې په پرېکړه‌لیک کې ویل شوي چې د طالبانو سیاستونه د افغانستان د ښځو او نجونو د پراخو، جوړښتیزو او بنسټیزو حقونو د نقض لامل شوي دي.

د دې پرېکړه‌‌لیک لاسلیکوونکو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې، د ښځو پر خلاف د هر ډول تبعیض د منعې کنوانسیون، د مدني او سیاسي حقونو د میثاق او د ښځو، سولې او امنیت په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک په استناد د افغانستان د ښځو په اړه د طالبانو سیاستونه د «بشریت پر خلاف جنایت» او «جنسیتي اپارټاید» بللی دی.

دوی له نړیوالې ټولنې د جنسیتي اپارټاید په رسمیت پیژندنې، د نړیوالې جنایې محکمې په ګډون نړیوالو قضایي بنسټونو ته د افغانستان د ښځو د حقونو د مواردو د راجع کولو، د افغانستان د ښځو د زده کړې، درملنې او ملاتړ په برخه کې د فعالو شبکو د ملاتړ، د افغان ښځو د حقونو د نقض د مستند کولو لپاره په تبعید کې د ښځینه فعالانو د ملاتړ غوښتنه کړې او همد اراز یې ویلي چې له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدلو پروسه دې ودرول شي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلي واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو پراخ بندیزونه لګولي او هغوی یې د کار او زده کړې له حق څخه محرومې کړې دي.

د ښځینه حقونو فعالانو تر دې وړاندې هم دا سیاستونه جنسیتي اپارټاید بللی او د دې په رسمیت پېژندل یې غوښتي دي.