یونیسیف: په کندهار کې د نویو زېږېدلو ماشومانو مړینه تر اوسط لوړه ده

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) وایي چې په کندهار کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه تر اوسط ملي کچې لوړه ده.

دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۱۰ د غوایي) د ملګرو ملتونو د مرستیال د ویډیو په بیا خپرولو سره ویلي چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مراقبت لپاره روغتیایي تجهیزات او درمل چمتو کوي او همدا راز روغتیایي کارکوونکي روزي.

یونیسیف د ملګرو ملتونو د مرستیال د څرګندونو په تاییدولو سره ویلي چې «د بودجې کمښت په دې معنا دی چې نویو زېږېدلي ماشومان او ښایي ډېر نور خپل ژوند وبایلي».

په بشرپالو چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ټام فلیچر کندهار ته د سفر پر مهال له افغانستان سره د مرستو د کموالي په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دې چې د بودجې قطع کېدل «د میلیونونو وګړو لپاره د مرګ حکم دی».

ده ویلي چې د وروستیو څو میاشتو پر مهال په افغانستان کې ۴۰۰ روغتیایي مرکزونه تړل شوي او تر درې میلیون زیات وګړي له لومړنیو روغتیایي خدماتو بې برخې شوي دي.

ټام فلیچر د کندهار په روغتون کې وضعیت ته په اشارې سره وایي چې د روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو له امله په دې روغتون کې په هر کټ کې له درو تر څلورو ماشومان بستر دي.

دی وایي چې تازه زېږېدلي ماشومان هغو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري چې اړتیا ورته لري. ټام فلیچر وایي چې ډاکټران بوږنوونکې پرېکړي کوي چې کوم ژوند وژغوري.

دی وایي چې روغتیایي کارمندان هم د معاش له قطع کېدو سره مخ دي.

ټام فلیچر ویلي: «دا د مرستو د کمښت اغېز دی. زه د دې ګولۍ مننه نشم ادا کولای؛ د مرستو اغېز دادی چې میلیونونه وګړي به مري.»