په سمنګان کې د یو مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له کبله درې تنه مړه او ۳۳ نور ټپیان شول

اطلاعات روز: د بلخ-سمنګان پر لویه لار د یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له کبله درې تنه مړه شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

په سمنګان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني وویل، چې دا پېښه نن سهار (سې شنبه، ۱۶ د غویي) د خلم ولسوالۍ اړوند «کفترخانو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د عیني شاهدانو په وینا، یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس چې له کابل څخه جوزجان ولایت ته روان و، په دې سیمه کې له سړک څخه وتلی او چپه شوی دی.

رحماني زیاتوي، چې په دې پېښه کې درې کسان مړه شوي او ۳۳ نور ټپيان دي.

د هغه په ​​وينا، ټپيان د سمنګان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.

هېواد کې د ترافیکي پېښو لوی لاملونه چټک سرعت، خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل کېږي.

که څه هم د تېز رفتاره کوچنیو موټرو د ټکر یا چپه کېدو له امله ګڼې پېښې رامنځته کېږي او تلفات هم لري، خو کله ناکله د لویو لارو په اوږدو کې د بسونو ټکر یا چپه کېدل درنې مرګ‌ژوبلې اړوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته