زده کوونکي

د تعلیمي کال پیل؛ د افغانستان ننګونې او نیمګړتیاوې څه دي؟

خبریال: لیاقت لایق

ژباړه: بهادرخان رحماني

۱۴۰۰ تعلیمي کال، د (۱۲ کالو) یوې زده کړیزې بشپړې دورې څلورم کال دی، چې د پوهنې وزارت له خوا نیمګړتیاوو او نابشپړتیاوو پای ته رسولو په موخه د پوهنې لسیزه یاده شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پوهنې عمده ننګونې لکه زده کړو ته ماشومانو نه لاسرسی، ښوونځیو ته د ودانیو نه شتون، د ښوونځیو تړل، د ښوونکو کمښت، خیالي ښوونکي، نامسکلي ښوونکي او نورې ډېرې نیمګړتیاوې لا هم شته او شمېرې ښیي، چې د دې ستونزو حل لپاره پام وړ کار نه دی شوی. په داسې حال کې چې د ولسمشر په ګډون ډېری حکومتي لوړپوړي مسوولین د تعلیمي کال پیل مراسمو کې د پوهنې نیمګړتیاوو لېرې کولو ژمنې کوي، خو د ترسره شویو ارزونو پر بنسټ، شوې ژمنې یوازې تر ژمنو پاتي او یا ډېرې کمې عملي شوي دي.

د میلیونونه ماشومانو محرومیت

د پوهنې وزارت د رسمي شمېرو له مخې، سږ کال هم شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له زده کړو او ښوونځي ته له تګه محروم دي. دا هغه شمېره ده چې تېرو څو کلونو کې په کې کوم بدلون نه دی راغلی. له محرومو ماشومانو ۶۰ سلنه یې انجونو جوړوي. له ښوونځي پاتې شویو ښځینه زده کوونکو کې بیا د تېرو کلونو پرتله ۱۵ سلنه کموالی راغلی. پر دې بنسټ د پوهنې وزارت ویاندې په وینا، له زده کړو پاتې انجونې ډېری په سوېل او سوېل ختیځو ولایتونو کې دي. زده کړو ته د ماشومانو په ځانګړي ډول انجونو د نه لاسرسي عمده لاملونه، ناامني، اقتصادي بېوزلي او کلتوري او ټولنیز ناخوښه رواجونه بلل شوي دي. ښوونځیو ته د انجونو نه پرېښودو یو لامل د ښځینه ښوونکو نشتوالی دی. په دولتي ښوونځیو کې له ۲۲۰ زره ښوونکو ۸۸ زره یې ښځې دي.

د رسمي شمېرو پر بنسټ د ۹.۷ میلیون زده کوونکو ماشومانو له ډلې تراوسه ۴۲ سلنه یې انجونې جوړوې. تېرو دوو کلونو پرتله د انجونو زده کوونکو په سلنه کې ۴ سلنه زیاتوالی راغلی.

د رسمي شمېرو پر بنسټ د ۹.۷ میلیون زده کوونکو ماشومانو له ډلې تراوسه ۴۲ سلنه یې انجونې جوړوې. تېرو دوو کلونو پرتله د انجونو زده کوونکو په سلنه کې ۴ سلنه زیاتوالی راغلی.

ټولو انجونو او هلکانو زده کوونکو ته د دولت له خوا د برابرې زده کړې زمینه برابریږي. د اطلاعات رزو ورځپاڼې د دې راپور سره تېر نږدې وخت کې ښوده، چې د هېواد لسو ولایتونو ۲۷ ولسوالیو کې، هېڅ انجلۍ ښوونځي ته نه ځي. په دې ډله کې هلمند چې د هېواد سوېل لویدیځ کې پروت دی، د نوملړ سر کې ځای نیولی. له هلمند وروسته ارزګان، پکتیکا، زابل، غزني، فاریاب، فراه، کندهار او لوګر قرار لري. خو اوس د پوهنې وزارت دغه اطلاعات را ونه لېږل، چې جوته شي په کومو ولایتونو او کومو ولسوالیو کې له زده کړو د انجونو د محرومیت کچه لوړه ده.

د پوهنې وزارت مسوولین هر کال وایي، چې له ښوونځي پاتې زده کوونکو لپاره برنامه لري او هڅې کوي. ۱۳۹۸ تعلیمي کال کې د پوهنې وزارت مسوولینو اطلاعات روز ته ویلي و چې راتلونکو دوه درې کلونو برنامه کې چې دوی یې لري، ټاکل شوې چې شاوخوا یو نیم میلیون له زده کړو پاتې ماشومان وپېژندل شي او ښوونځیو ته دننه شي، خو په ښکاره دغه ژمنه عملي شوې نه ده او د له زده کړو پاتې ماشومانو شمېر هماغه ۳.۷ میلیونه دی او کوم بدلون په کې نه دی راغلی. د پوهنې وزارت مسوولینو ویلي و، چې یوازې په ۱۳۹۸ کال کې، ۵۰۰ زره له زده کړو پاتې ماشومان د زده کړو او تربیې برنامو کې ګډوي. اوس هم د دې وزارت ویانده نجیبه ارین اطلاعات روز ته وایي، هڅه کوي چې له زده کړو پاتې ماشومانو ته د بېړنیو او لنډمهاله زده کړییزو کورسونو له لارې ښوونه او روزنه ورکړي.

په ټوله کې د پوهنې وزارت له خوا سږکال د وګړو بې سوادي کچه ۵۷ سلنه اعلان شوه. د دې وزارت شمېرې ښيي چې وروستیو کې کلونو کې هېواد کې د بې سوادۍ کچه له ۲۸ سلنې ۴۳ سلنې ته پورته شوې ده. سږ د عمومي سواد کچې لوړولو لپاره ټاکل شوې د وري له پنځمې د سواد زده کړې ۱۰زره مرکزونه  په ټول افغانستان کې پیل شي، چې ۲۲۰ زره تنو ته به زده کړې ورکړي. د سواد زده کړې دغه مرکزونه هر کال رامنځته کیږي.

د ښوونځیو ودانۍ

رسمي شمېرې ښیي چې سږ هم د شاوخوا ۱۸ زره ښوونځیو له ډلې ۴۱ سلنه یې ودانۍ نه لري. ولسمشر غني په ۱۳۹۷ کال کې ژمنه کړې وه، چې دوو کلونو کې به شاوخوا شپږ زره ښوونځي جوړ شي. اوس چې د دې ژمنې درې کاله تېریږي، د پوهنې وزارت رسمي شمېرو له مخې شاوخوا یو زر او ۵۰۰ ښوونځي جوړ شوي دي. په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت مسوولینو د ۱۳۹۸ تعلیمي کال پیل کې ژمه کړې وه، چې یوازې دې کال کې د شاوخوا دوه زره او ۷۰۰ ښوونځیو کار بشپړیږي، خو اوس د دې وزارت شمېرې ښیي چې په دې کال کې یوازې ۲۵۰ ښوونځي جوړ شوي دي. دغه راز په ۱۳۹۷ کال کې ۵۲۲ او په ۱۳۹۹ کال کې ۷۳۲ ښوونځي جوړ شوي دي. سږ کال هم ولسمشر غني د ښوونځي زنګ وهلو مراسمو کې وویل، چې ټاکل شوې نوي تعلیمي کال کې یو زر او ۸۰۰ بابه ښوونځي جوړ شي.

د پوهنې وزارت د مطبوعاتو برخې مخکیني مسوولین وایي، چې د ښوونځیو د جوړولو کار د ځمکې ټاکلو وروسته والي او د بودجې اجرا له عمده ننګونو سره مخ دی. خو د پوهنې وزارت ویانده نجبیه ارین اوس وایي، چې دغه وزارت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په مرسته د ښوونځیو جوړولو موخې ته رسېدلي دي.

ښوونځیو ته د ودانیو نه شتون ستونزې سربېره، بله ننګونه دا ده چې تراوسه سلګونه ښوونځي چې ودانۍ نه لري، خو د جنګ او ناامنۍ له امله تړلي دي. له دې ښوونځیو کله د طالبانو د مورچل په توګه کار اخیستل کیږي. د پوهنې وزارت د اطلاعاتو له مخې له ۲۰ کالو را په دېخوا شاوخوا زر ښوونځي د جنګ او ناامنۍ له امله تړلي پاتي و، چې له ډلې یې ۷۰ سلنه بېرته پرانیستل شوي دي. دا شمېرې امنیتي حالات ته په کتو نسبي دي او هر کال بدلیږي.

د ښوونکو کمښت او نامسلکیتوب

له کلونو را په دېخوا د افغانستان د ښوونې او روزنې برخه د زرګونه ښوونکو، ښځینه ښوونکو او مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخه ده. د پوهنې وزارت د اطلاع رسونې مسوولین د سږ کال ښوونکو د کمښت شمېرې نه وایي، خو د تېر ۱۳۹۸ کال شمېرې ښیي چې د افغانستان پوهنه کې په ټوله کې ۷۰ زره ښوونکي کم دي. دغه راز ۵۰ زره زده کوونکي نامسلکي دي. د پوهنې وزارت د سږ شمېرې هم ښیي چې یوازې ۲۰ سلنه ښوونکي لیسانس دي، ۵۷ سلنه یې د بکلوریا پورته له ۱۴ام فارغ او پاتې یې بکلوریا یا له ۱۲ام فارغ دي.

د پوهنې وزارت ویانده وایي، چې د نامسلکي ښوونکو شتون لامل لېرې سیمو ته نه لاسرسی دی چې په هغې سیمو کې د خپله کلیو له وړتیاوو ګټه اخیستل کیږي. اغلې ارین وایي، چې دغه وزارت د ښوونکو مسلکیتوب لړۍ په جدیت سره څاري.

ولسمشر غني د ۱۳۹۸ تعلیمي کال پیل کې ژمنه کړې وه، چې راتلونکو پنځو کلونو کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د همغږۍ او تفاهم پر بنسټ، شاوخوا ۱۰۰ زره ښوونکي به له ۱۴ام لیسانس او شاوخوا ۵۷ زره نور به له بکلوریا ۱۴ام ته پورته شي. دغه راز د پوهنې وزارت مسوولینو ویلي و، چې راتلونکو پنځو کلونو کې به نامسلکي ښوونکي د ښوونکي روزنې مرکز له لارې جذب او مسلکي به شي. ښوونکي به ټول افغانستان کې په تدریج سره د ښوونکي روزنې ۴۹ مرکزونو او د ښوونکو حمایوي روزنې ۱۵۸ مرکزونو کې جذب شي.

د ښوونکو کمښت پوره کولو په اړه هم ولسمشر غني او د پوهنې وزارت مسوولین وایي، چې هر کال د ښوونکو زرګونه بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته ورکوي. سږ هم ولسمشر د ښوونځيو زنګ وهلو مراسمو کې وویل، چې نوي تعلیمي کال کې به له ۱۱ زرو زیات د ښوونکو بستونه اعلان ته ورکړي.

فایبر نوري، انټرنټ او کمپیوټر

ښوونځیو کې د دې ننګونو سره، سره ولسمشرۍ ماڼۍ او د پوهنې وزارت هر کال ژمنه کوي چې د کابل، بلخ، هرات او نورو ولایتونو کې چې برښنا ته لاسرسی لري، ښوونځي به یې نوري فایبر، کمپیوټر او په انټرنیټي امکانانو سمبال شي. د پوهنې وزارت مسوولینو په وینا، دا لړۍ به په دوامداره بڼه روانه وي او دا وزارت پام کې لري چې له انټرنیټ او کمپیوټر په ګټنې له لېرې د زده کړو زمینه برابره کړي او ننګونې کمې کړي.

ولسمشر غني په ۱۳۹۸ کال ویلي و چې شاوخوا ۱۱۵ بابه ښوونځي به نوري فایبر سره ونښلوي او ۳۱ نور ښوونځي به د کمپیوټر او انټرنېت په سهولتونو مجهز کړي. دغه راز ولسمشر غني ژمنه کړې وه، چې یو زر او ۲۹۰ بابه نور ښوونځي به هم نږدې راتلونکي کې نوري فایبر سره ونښلوي. خو اوس د پوهنې وزارت وایي، چې تراوسه ۴۰۰ ښوونځي نوري فایبر او انټرنیټ سره نښلول شوي دي.

سږ کال هم ولسمشر د ښوونځي زنګ وهنې برنامه کې پر ډیجیټلي کېدو او د ښوونې په سمونونو ټینګار وکړ. هغه وویل، چې دا کار به په دې خاطر وشي چې زده کوونکي به د بازار اړتیا سره سم زده کړې وکړي.

د ټکنالوژیکي زده کړو تر سرلیک لاندې د انټرنېټ سره نښلېدنه او په کمپیوټر کار اوس په یوې بنسټیزې اړتیا بدله شوې ده. د افغانستان ښوونځیو او پوهنتونونو کې ددې امکاناتو نه شتون له هغو لویو ننګونو دي، چې تل د کارپوهانو له خوا مطرح شوې دي.

خیالي کارکوونکي او ښوونکي

پوهنې وزارت کې د فساد له لاملونو یو هم په دې وزارت کې د خیالي ښوونځیو، ښوونکو او کارکوونکو شتون دی. له بلې خوا د ځینو څېړنیزو بنسټونو له لوري خپاره شویو راپورونو کې پوهنې وزارت د دولتي ادارو له ډلې تر ټولو فاسده اداره یاده شوې ده. له هغې وروسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له خوا د دې وزارت د ښوونکو او کارکوونکو د بایومټریک لړۍ پیل شوه. دغه کمېسیون د تېر کال لیندۍ په ۲۵مه بي بي سي ته ځینې اطلاعات ورکړل، چې ښیي تر هغې مهاله ۱۲ زره خیالي ښوونکي پېژندل شوي دي. له دې ډلې یوازې نهه زره یې پوهنې وزارت پورې اړوند دي، چې ډېری یې «جعلي ښوونکي» دي. په ادارو کې خیالي کارکوونکي داسې دي چې وګړي په اصلي یا جعلي هویت سره د کارکوونکي په توګه دولتي اسنادو کې ثبت دي، د هغوی په نوم حقوق ورکول کیږي، خو په عملي توګه دنده کې شتون نه لري او کوم کار نه کوي.

د پوهنې وزارت اطلاع رسونې مسوولین د خیالي ښوونکو او کارکوونکو کره شمېره نه وایي. د پوهنې وزارت ویانده وایي، چې د ښوونکو او کارکوونکو د بایومټریک ثبت لړۍ ۸۰ سلنه مخکې تللې او تراوسه بشپړه شوې نه ده. سربېره پر دې ادعا کیږي چې ان خیالي ښوونځي شتون لري او بودجه یې غلا کیږي. اغلې ارین بیا د خیالي ښوونځیو شتون ردوي او وایي، هېڅ خیالي ښوونځي شتون نه لري او د ټولو ښوونځيو ډیجیټلي موقعیت پېژندنه شوې ده.

د افغانستان پوهنې یوه بله ننګونه د کتابونو کمښت او ازاد بازار ته یې قاچاق دی. که څه هم پوهنې وزارت په دې اړه کره مالومات نه وړاندې کوي، خو مني چې دغه ننګونه تل وه. دوه کاله وړاندې د پوهنې مخکیني وزیر په یوې مرکه کې ویلي و، چې ۹۰ میلیون جلده کتابونه کم دي، چې راتلونکې کې یې د دې ستونزې حل لپاره هڅې کیږي.

د پوهنې وزارت ویانده وایي، چې تېر کال ۱۲.۲ میلیون جلده کتابونه چاپ شوي او نوي کال کې هم پام کې ده چې ۳۷ میلیون جلده کتابونه چاپ شي.

نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیلیږي، چې تېر کال د کرونا ویروس دغه برخه سخته زیانمنه کړه. سږ د پوهنې وزارت وایي، چې سږ کال به د پاتې شویو مضمونونو په ځانګړي ډول سایسني مضمونونو جبران لپاره ځینې برنامې پر لاره واچوي. که څه هم سږ هم تر اوسه د کرونا مثبتو پېښو رسمي شمېرې شته، خو په عملي ډګر کې ترې ډار له منځه تللی دی. د کرونا واکسین هم د پلي کېدو حال کې ده. پر دې سربېره ولسمشر غني د ښوونځي زنګ ترنګولو مراسمو کې ټینګار وکړ چې د زده کوونکو روغتیا ته دې ځانګړی پام وشي. سږ کال د ښوونځیو او پوهنتونونو درسي ټولګي د عامې روغتیا وزارت له خوا د روغتیایي ټکو د مراعتولو په شرط پرانیستي دي.

افغانستان کې د دولتي ښوونځیو ترڅنګ شاوخوا دوه زره خصوصي ښوونځي فعال دي. له دې ډلې نیمایي کابل کې دي. تېر کال د کرونا ویروس خپرېدو سره د ښوونې او روزنې خصوصي برخه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ شوه. څو پرلپسې میاشتې د زیاتو خصوصي ښوونځیو ښوونکي بېکاره او له زیاتو مالي ستونزو سره مخ شول.