امریکا د افغان پناه غوښتونکو د موقت خوندیتوب وضعیت تمدید نه کړ

اطلاعات روز: د امریکا د داخلي امنیت وزیرې کریسټي نوم د افغان پناه غوښتونکو د موقت خوندیتوب د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

نوموړې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغان پناه غوښتونکو لپاره موقت خوندیتوب د می پر ۲۰مه پای ته رسېږي او د جولای له ۱۲مې یې فسخ پیلېږي.

کریسټي نوم ویلي، چې د افغانستان شرایط یې له خپلو سازماني شریکانو سره ارزولي او پناه غوښتونکي د موقت خوندیتوب په برنامه کې له ټاکل شویو شرایطو سره برابر نه دي.

دې ادعا کړې چې افغانستان ښه امنیتي وضعیت لري او اقتصاد یې هم د ثبات په حال کې دی او نور هیڅ خنډ نشته چې افغان پناه غوښتونکي بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

دې ویلي، چې دوامدارې وسله والې شخړې او یا هم فوق العاده شرایط د پناه غوښتونکو شخصي امنیت نه ګواښي.

کریسټي نوم همدا راز ویلي، چې په متحده ایالاتو کې د افغان وګړو د موقتې میشتیدنې اجازه د دې هیواد له ملي ګټو سره په ټکر کې ده.

اټکل کېږي چې ۱۴ زره او ۶۰۰ افغان پناه غوښتونکي د موقت خوندیتوب په شرایطو پوره دي.

د موقت خوندیتوب برنامه د هغو کسانو لپاره ده چې خپل ټاټوبی یې له طبیعي ناورینونو، وسله والو شخړو او یا هم نورو ناورینونو سره مخ وي.

دا وضعیت له شپږ څخه تر ۱۸ میاشتو پورې دی او د داخلي امنیت د وزیر له لوري تمدید کېدلای شي. په دې وضعیت کې دې افرادو ته د کار جوازونه ورکول کېږي او همدا راز د اخراج مخه یې نیول کېږي.

ټرمپ له ۲۰۱۷ – ۲۰۲۱ پورې د خپلې لومړنۍ ولسمشریزې دورې پر مهال هڅه وکړه چې د موقت خوندیتوب وضعیت ختم کړي، خو دا هڅه یې د فدرالي محکمې له لوري خنثا شوه.

د کډوالو شړل د ټرمپ د کمپاین دورې یوه ژمنه وه او دا چاره په شدت روانه ده او نوموړي سپینې ماڼۍ ته په رسېدو سره د کډوالو موقت قانوني ملاتړ هم سلب کړ.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه