Photo: DAWN

د پاکستان پوځ: د هند په بریدونو کې ۴۰ ملکیان او ۱۱ سرتېري وژل شوي

اطلاعات روز: د پاکستان پوځ اعلان کړی چې پر دې هیواد د هند د وروستیو بریدونو په ترڅ کې ۴۰ ملکي وګړي او ۱۱ سرتېري وژل شوي دي.

د ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، د پاکستان د پوځ رسنیزې څانګې نن (سې‌شنبه، ۲۳ د غوایي) همدا راز ویلي چې په دې لړ کې ۱۲۱ ملکیان او ۷۸ نظامي کسان ژوبل شوي هم دي.

د دې رسنۍ له راپور سره سم، پاکستان ویلي چې په وژل شویو ملکیانو کې اووه ښځې او ۱۵ ماشومان شامل دي.

د پاکستان پوځ همد اراز ویلي چې په وژل شویو نظامیانو کې شپږ لوړپوړي غړي کسان دي او پنځه د هوایي ځواکونو غړي دي.

د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته زیات شو.

هند پاکستان په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړ او د روانې میلادي میاشتې پر اوومه یې د «سیندور» په نوم عملیاتو په لړ کې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر او یو شمېر نورې سیمې په توغندیو وویشتلې.

تر دې وروسته له دواړو لورو پر پوله هم شخړه روانه وه، پاکستان د ځوابي برید په ترڅ کې پر هند ګوزارونه وکړل او په دې سره وضعیت نور هم تشدید شو.

د تېرې شنبې په ماښام د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې هند او پاکستان د دې هیواد په منځګړیتوب پر سملاسي اوربند هوکړه کړې ده.

د ډونالډ ټرمپ تر اعلان وروسته د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم دا اوربند تایید کړ.