اطلاعات روز: د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د سالنګ د دویم تونل په ایستلو کې له روسیې د همکارۍ غوښتنه کړې.
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال د دفتر له خبرپاڼې سره سم، ملا برادر نن (جمعه، ۲۷ د غوایي) د «افغانستان – روسیې» د سواګریزې غونډې په نوم غونډه کې چې د کازان د اقتصادي فورم په څنډو کې جوړه شوې وه، ویلي چې طالبان چمتو دي له روسیې او مرکزي اسیا سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د سالنګ دویم تونل وباسي.
ملا برادر ویلي چې د روسیې تجربې ته په کتلو سره د سالنګ د دویم تونل جوړولو په برخه کې ترې همکاري غواړي.
سالنګ لویه لار د افغانستان یوه له مهمو لارو څخه ده چې د افغانستان شمال او سویل سره نښلوي.
دا تونل د داوود خان د حکومت پر مهال د شوروي اتحاد په همکارۍ د هندوکش په لوړو څوکو کې جوړ شوی دی.
دا تونل د وروستیو څو لسیزو جګړو او نه مراقبت له امله ویجاړ شوی دی.
د طالبانو ادارې دوه کاله وړاندې د سالنګ د بیا رغونې خبر ورکړ.
دا ډله په عین مهال کې وایي چې د سالنګ د دویم تونل د جوړولو کار یې هم پیل کړی دی.
د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال د کازان په غونډه کې ویلي چې د هیواد د بیا رغونې لپاره په بېلابېلو برخو کې لویي او وړې پروژې روانې دي.
ده ویلي چې طالبانو له بنسټیزو پروژو پرته د سوداګرۍ پراختیا ته هم پام کړی او غواړي چې سیمې او لیرې پرتو هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو لار خلاصه کړي.
د طالبانو دې چارواکي زیاته کړې چې روسیه د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو لپاره ښه بازار دی.
د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال د شمال – جنوب په کوریډور کې د افغانستان پر ګډون او همدا راز د افغان – ټرانس پروژې په ترسره کېدو کې د روسیې پر همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي: «موږ لېواله یو چې افغانستان د دې کوریډور په پیاوړتیا او د سیمې په اقتصادي پیوستون کې مهم رول ولري.»
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر په وینا، د افغانستان – روسیې په سوداګریزه غونډه کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک ویلي چې هیواد یې د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان پلوي دی او باوري دی چې دا د ټولې سیمې په ګټه دی.
په خبرپاڼه کې د نوموړي له خولې ویل شوي چې د افغانستان وضعیت مخ پر ښه کېدو دی او د کازان په شپاړسمه غونډه کې د طالبانو د پلاوي ګډون ثابته کړې چې افغانان سولییز ژوند غواړي او چمتو دي چې په ارامه فضا کې اقتصادي مسایل تعقیب کړي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې چې روسي شرکتونه چمتو دي چې د معدنونو، بندونو جوړولو، برق د تولید، اوسپنیزو پټلیو په پراختیا، د حمل او نقل د تجهیزاتو د تولید او همدا راز له افغانستان سره د اړیکو او سوداګرۍ په پراختیا کې همکاري وکړي.
الکسي اوورچوک ویلي چې د یوه ګډ سوداګریز مرکز د جوړولو لپاره د کابل او مسکو تر منځ هوکړه لاسلیک شوې ده.
د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال هم د روسیې – افغانستان د اقتصادي فورم په غونډه کې ویلي چې د تاتارستان د موټر جوړونې شرکتونه په افغانستان کې کار ته چمتو دي او تاتارستان چمتو دی چې په دې برخه کې له افغانستان سره په دولتي کچه د همکارۍ توافقلیکونه لاسلیک کړي.
د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیالۍ دفتر په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې د کازان د شپاړسمې غونډې په څنډو کې د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د افغانستان او روسیې د سوداګرو تر منځ مهم توافقلیکونه لاسلیک شي.