اطلاعات روز: د امریکا د کنګرې تر ۱۰۰ زیاتو غړو د یوه لیک په په لاسلیکولو سره په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو همکارانو لپاره د کډوالۍ د ۲۰ زره ځانګړو ویزو (ایس آی وي) غوښتنه کړې.
دوی په دې لیک کې «دیاز-بالارت» او «لوییس فرانکل» د امریکا د ملي امنیت د فرعي کمیټې رییس او ارشد غړي او بهرنیو چارو وزارت ته ویلي، چې د ملي امنیت، بهرنیو چارو وزارت او اړوندو برنامو لپاره د ۲۰۲۶ کال د مالي بودیجې د لایحې د تدوین پر مهال دې په دې لایحه کې د افغان وګړو لپاره د «ایس آی وي» ۲۰ زره ویزې هم په پام کې ونیول شي.
د امریکا د کنګرې غړو ویلي، چې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو غوښتونکو په افغانستان کې د امریکا د شتون پر مهال د متحده ایالاتو په رهبرۍ د ډیموکراسۍ د ودې لپاره هڅې کړي او په نظامي چارو کې یې ونډه اخیستې.
دوی ویلي: «مهمه ده چې دا ډاډ وي چې د جګړې د مهال د متحدینو د امنیت خوندیتوب او د دې برنامې د روان ساتلو لپاره د افغانستان د ځانګړې کډوالۍ برنامه کافي ویزې ولري.»
د ځانګړې کډوالۍ برنامه د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۹ کال پر مهال د افغان متحدینو د خوندیتوب قانون له لارې تصویب شوه، تر څو د افغانستان هغو وګړو ته امنیت ورکړي چې له امریکایي سرتېرو، ډیپلوماټانو او قراردادیانو سره د خپل کار له امله له خطر سره مخ وي.
اوس مهال د دې ویزو په زرګونو غوښتونکي د پاکستان په ګډون په درېیمو هیوادونو کې مېشت دي، مګر په عین مهال کې د ډونالډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو وروسته د امریکا دولت د افغان پناه غوښتونکو په ګډون د کډوالو د منلو پروسه ځنډولې.
بل لور ته امریکا د افغان پناه غوښتونکو لنډمهالی خوندیتوب هم لغوه کړی او له هغوی یې غوښتي چې امریکا پرېږدي.