پارک سینما ونړول شوه

د افغانستان کلتوري میراث او خاطره «پارک سینما» ونړول شوه

د پارک سینما د له منځه وړلو پر وړاندې له پراخو نیوکو سره، سره تېر ماښام (دوشنبه، ۱۹ لړم) کابل ښاروالۍ ونړوله.

د کابل ښاروالۍ ویاندې سمیرا رسا اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وویل، د پارک سینما د ولسمشر لومړي مرستیال په لارښوونې ویجاړه شوه.

د افغان فلم مشرې صحرا کریمي، چې د سینما پارک د له منځه وړلو مخنیوي پر وړاندې یې د نه خوړلو اعتصاب کړی و وایي، د پولیسو له خوا او د امرالله صالح په امر د سینما له منځه په زور و ایستل شوه.

اغلې کریمي په ټوېټر کې ادعا کړې، چې تر برید لاندې راغلې ده. هغې دغه راز ویلي، چې له پارکه د نوموړې په بېرون ایستلو د پارک سینما د نړولو کار پیل شو.

دغه راز د صحرا کریمي هغه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، هغه د ژړا په حال کې ښيي.

هغې پر ټوېټر لیکلي، چې هغه د پارک سینما ته تللې او د دې لپاره چې کابل ښاروال او د ولسمشر لومړی مرستیال یې غږ نه اوري، پرلت وهي.

هغې لیکلي و: «زه د پارک سینما ته راغلم؛ د دې لپاره چې ښاروال او لومړی مرستیال مو خبرو ته غوږ نه نیسي؛ له نن ورځې د پارک سینما ته ننوځم، نه اوبه څښم، نه ډوډۍ خورم، که د پارک سینما نړوئ ما سره یې یو ځای ویجاړه کړئ.»

په ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت معینې حسنا جلیل په ټویټ لیکلي، چې پولیس ځواکونه د عامه نظم خوندیتوب لپاره د پارک سینما ته ورغلي او د دې سینما د نړولو پرېکړې له عملي کېدو څارنه کوي. هغې دغه راز لیکلي، چې امنیتي ځواکونه په پوره ډول بې پرې عمل کوي.

د سینما پارک نړېدو کار په داسې مهال پیل شوی دی، چې له وړاندې اطلاعات او کلتور وزارت له کابل ښاروالۍ او امرالله صالح غوښتي و، چې د «پارک سینما» د نړولو پر پرېکړې بیا غور وکړي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې پارک سینما د خوندیتوب وړ مهم کلتوري میراثونو ځینې ده او دغه راز د افغانستان هنرمندانو د هنري خاطرو برخه ده. د دې سینما له منځه وړل په هېڅ دلیل عمومي اندونو او د هېواد وګړو ته د منلو نه ده.

له دې وړاندې امرالله صالح د پارک سینما د نړېدو پر وړاندې د خلکو نیوکو ته په ځواب کې د دې سینما له ویجاړولو دفاع کړې وه او ویلي یې و، په وروستي ځل چې دې سینما ته د فلم لیدو لپاره کورنۍ ورغلې وه، د داوود خان وخت و او له هغې وروسته، د پارک سینما یو پرېښودل شوی او د نشه یي توکو د خرڅلاو سیمه او په نشه د روږدو د راټولېدو ځای شوی و.

ښاغلي صالح ویلي، چې د پارک سینما پر ځای به یو بل کلتوري ځای جوړ شي، څو په کې کلتوري ناستې په ښه بڼه ترسره شي.