کابل کې څلور کسان د فاضلابو یوې څاه ته د لوېدو له امله مړه شوي

اطلاعات روز: په پلازمینه کابل کې ځایې سرچینې وایي، چې د دې ښار په احمدشاه بابا مېنه کې د يوې کورنۍ څلور کسان د فاضلابو یوې څاه ته تر لوېدو وروسته د ګاز نيونې له امله مړه شوي دي.

یوې سرچینې وویل، چې یاده پېښه تېره ورځ (شنبه، ۲۶ دغویي) د کابل ښار احمدشاه بابا مېنې په دویم بلاک کې رامنځته شوې.

سرچینې څرګندوي، چې په دې پیښه کې لومړی یو ماشوم یوې سیپټیک څاه ته لوېدلی چې ګاز‌نيولی او وروسته نور درې کسان هم يو پر بل پسې د ژغورنې لپاره څاه ته ورښکته شوي چې څلور واړه د ګاز نيونې له امله مړه شوي دي.

د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې په مړو شويو کې دوه وروڼه، یو د ماما زوی او یو د کاکا زوی شامل دي او په اصل د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د لنډه بوچ د «ملکانې» کلي اوسېدونکي وو، چې دا مهال د ګرمۍ له امله کابل ته کډه شوي وو.

له دې وړاندې په پکتیا کې هم په ورته پېښه کې د یوې کورنۍ دري غړو خپل ژوند بایللی وو.