Photo: Staff Sgt. Dennis Hoffman

د پینټاګون رییس له افغانستانه د امریکا د وتلو د بهیر هر اړخیزه ارزونه غوښتې

اطلاعات روز: د امریکا دفاع وزیر پیت هګست امر کړی چې د ۲۰۲۱ کال پر مهال له افغانستانه د امریکایي نظامیانو د وتلو بهیر دې وارزول شي.

ده په هغه امر کې چې پرون (سې‌شنبه، ۳۰ د غوایي) یې خپور کړی، د کابل پر هوایي ډګر خونړي ځانمرګي برید ته په اشارې چې ۱۳ امریکایي سرتېري او لسګونه افغان وګړي پکې ووژل شول، ویلي چې دی او ټرمپ ژمن دي چې د هغه څه په اړه به بشپړ شفاف وي چې له افغانستانه د نظامیانو د وتلو پر مهال پېښ شول.

هګست زیاته کړې چې دفاع وزارت هم د امریکا د خلګو او هم د امریکایي نظامیانو په وړاندې مسوول دی چې حقایقو ته ورسېږي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې دا وزارت د تېرو درو میاشتو پر مهال د کابل پر هوایي ډګر د برید په ارزونې لګیا دی، مګر دی دې پایلې ته رسېدلی چې باید یوه هر اړخیزه ارزونه وشي، تر څو ډاډ تر لاسه شي چې د دې پېښې مسوولیت معلوم شوی او د امریکا خلګو ته بشپړ انځور ښکاره کړل شي.

ده خپل مرستیال او ارشد مشاور ته امر کړی چې د ارزونې یو ځانګړی پلاوی وټاکي او پخوانۍ څیړنې په بشپړه توګه وارزوي.

پیت هګست ویلي: «دا ډله به د امریکا خلګو او زموږ د ستر ملت سرتېرو ته ځواب ورکول تضمین کړي.»

د ۲۰۲۱ د اګست میاشتې پر مهال په داسې حال کې چې کابل د طالبانو تر واک لاندې راغلی و، د امریکایي نظامیانو وروستۍ ډله له دې هیواده د خپلو وګړو او متحدینو د تخلیې په هڅو بوخته وه.

د اګست پر ۲۶ د هغو ګڼ شمېر تر خلګو ځانمرګی برید وشو چې له دې هیواده یې د وتلو هڅه کوله. په دې چاودنه کې د ۱۳ امریکایي نظامیانو په ګډون په لسګونو افغان وګړي ووژل شول. د دې برید مسوولیت داعش ډلې ومانه.

د وروستیو درو کلونو پر مهال د بایډن حکومت د دې برید او له افغانستانه د وتلو د څرنګوالي له امله تر فشار او انتقاد لاندې و.