د نړۍ په لروبر کې د شخړو له پراخېدو او دوامداره کېدو سره له بېلابېلو اړخونو پر له پسې هڅې روانې دي چې د ځان ملګري او همغږي زیات کړي. د هند او پاکستان تر لنډ مهالې نښتې وروسته او د دوامدارې ترینګلتیا په شتون کې په سویلي اسیا کې هم دا هڅې زیاتې شوې دي او په دې لړ کې طالبانو ته هم تر پخوا پاملرنه ډېره شوې او دوی د ځینو ډیپلوماټیکو پرمختګونو په کولو سره په افغانستان کې دننه خلکو او په عین مهال کې خپلو سیاسي مخالفینو ته دا تاثر ورکوي چې حد اقل په سیمهییزه کچه باور تر لاسه کوي. که څه هم طالبان هڅه کوي چې حد اقل په سیمهییزه کچه د سیالو ځواکونو ترمنځ ځان بې پرې وښیي او له خپل شعار سره سم پر اقتصادي ډیپلوماسۍ تمرکز کوي، مګر داسې ښکاري چې طالبان د سیالو ځواکونو ترمنځ په ډیپلوماټیکه کچه په انډول ساتلو کې لار ورکي دي او همدا راز، په دې برخه کې له یوه ملي دریځ څخه بې برخې دي. له دې سره-سره، طالبان له دینه ځانګړی تعبیر لري، خو داسې ښکاري چې په روانو ډیپلوماټیکو هلو-ځلو کې پر خپل دیني دریځ د ټینګار پر ځای پراګماتیک عمل کوي.
په سیاست کې پراګماتیک چلند کول له وخته یوه مطرحه موضوع ده او ان تر میلاد شپږ پېړۍ وړاندې سن تزو په خپل کتاب «د جګړې هنر» کې د جګړې په تړاو پر پراګماتیک عمل خبرې کړې دي. ایټالوي ماکیاولي هم په خپل کتاب «The Prince» کې په سیاست، ډیپلوماسۍ او جګړه کې پر دې موضوع غږېدلی او له همدې کبله یو له لومړنیو واقعګرایانو/ریالیسټانو څخه ګڼل کېږي. نوموړی په دې اند دی چې یو واکمن باید هغه څه وکړي چې د ده/د دې دولت ته ګټه کوي او په دې کې ری ونه وهي چې دا چاره او کړنه په اخلاقي لحاظ سمه ده او که نه. په سیاست کې ښکېل اړخونه په دې پوهېږي او همدا وجه ده چې د طالبانو په څېر د سختدریځې دیني ایډیولوژۍ لرونکی غورځنګ هم خپلې تګلارې او خبرې بدلوي او له داسې تکتیکونو استفاده کوي چې د دوی اهدافو ته د دوی په رسولو کې مرستندوی وي، که څه هم دا تکتیکونه د دوی له ارزښتونو سره په ټکر کې وي. د بېلګې په توګه، سیګار د ۲۰۱۸ کال پر مهال راپور ورکړ چې طالبان د خپلې جګړې لپاره شاوخوا ۶۰ سلنه عاید د نشه یي توکو له قاچاقه تر لاسه کوي. په داسې حال کې چې د اسلام له اړخه د نشه یي توکو سوداګري حرامه ده او اوس یې طالبان هم د همدې منطق له مخې مخنیوی کوي، مګر دا چې د دوی لپاره د عاید یوه ښه سرچینه وه، ټول دیني اصل یې د دې لپاره پرېښود.
همدا راز، طالبان چې په خپلو مدرسو کې کومه فقه تدریسوي او لولي یې، په هغې کې له نورې نړۍ سره د تعامل بحث په ځانګړو شرایطو کې مطرح دی. په ځانګړې توګه کله چې له نامسلمانو سره د مسلمان دولت د اړیکو د ساتلو خبره راځي، نو په دې لړ کې علماء او فقهاء د «ولاء او براء» اصل رامخې ته کوي او وایي، چې دا باید د ټولو پالیسیو اساس وي. له دې سره-سره په کلاسیکه حنفي فقه کې نړۍ پر دریو برخو ویشل شوې: دار الاسلام (هلته چې د مسلمانانو حکومت وي)، دارالکفر (چیرته چې «کفري»/د نامسلمانو قانون نافذ وي) او دار الحرب (هغه کفار/نامسلمان چې له مسلمان دولت سره په جګړه کې وي). په فقه کې د همدې ویش له مخې له نامسلمانو سره د مسلمان دولت او په ټوله کې د مسلمانانو پر تعامل پراخ بحثونه شوي دي او په ټوله کې د دې بحث لنډیز دادی چې د مسلمانو او نامسلمانو تر منځ اړیکې د تلپاتې دښمنۍ پر اساس دي. له همدې وجې دوی نړۍ پر همدې درو کټګوریو وېشي او د همدې ویش له مخې د تعامل چوکاټ تعینوي. په دې توګه دا خبره په کلاسیکه فقه او د طالبانو د لیټرېچر په ګډون د معاصرو جهادیانو په لیکنو کې په ډاګه شوې چې د مسلمانو واکمنو یو مسوولیت اسلام ته بلنه او «جهاد» کول دي. همدا خبره په تازه توګه د طالبانو یوه مشهور شیخ عبدالسمیع غزنوي یو ځل بیا تکرار کړې ده.
مګر داسې ښکاري چې طالبان نور پر دې مفاهیمو په خپلو نړیوالو تعاملاتو کې حد اقل په عملي کچه باور نه لري، بلکې په ځلونو یې په نړیوالو کانفرانسونو او همدا راز مرکو کې سیمهییزو هیوادونو او نړیوالو ته دا ډاډ ورکړی دی چې له افغانستانه به هیچاته ګواښ نه وي او دا خاوره به د کوم هیواد پر خلاف نه کارېږي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي چین ته په ځلونو ډاډ ورکړی دی چې دوی به تر خپل کنټرول لاندې هیواد کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره جدي اقدامات کوي. همدا راز، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني هم له CNN سره په مرکه کې ویلي، چې دوی امریکا خپله دښمنه نه ګڼي، ښې اړیکې ورسره غواړي، مګر د امریکا پر نیت شک لري.
داسې ښکاري چې تر ایډیولوژیکو کرښو په تېرېدو او د پراګماتیکې تګلارې په خپرولو سره طالبانو په خپلې بهرنۍ پالیسۍ کې یو لړ پرمختګونه هم کړي دي، که څه هم تر اوسه هیڅ هیواد په رسمیت نه دي پېژندلي. له ځینو راپورونو سره سم چې اوس مهال شاوخوا ۳۹ سفارتونه او قونسلګرۍ په بېلابېلو هیوادونو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او همدا راز شاوخوا ۳۴ هیوادونو ورسره په بېلابېلو کچو په ډیپلوماټیکه او سوداګریزه کچه تعامل کړی دی. په ځانګړې توګه په دې وروستیو کې د پاکستان او هند تر وروستي تاوتریخوالي وروسته له هند سره د طالبانو د رژیم د اړیکو پراختیا طالبان خپله یوه لاسته راوړنه ګڼي او د همدې ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا په لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په دې وروستیو کې چین ته هم سفر وکړ او هلته یې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یو ځای په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ.
چین او هند دوه مخ پر وده اقتصادونه دي او دواړه هیوادونه هڅه کوي چې په منځني ختیځ او سویلي اسیا کې خپل نفوذ پراخ کړي او په دې لړ کې دواړه لوري له طالبانو سره ښکېلتیا ته هم لېواله دي. د افغانستان لپاره د هند د پخواني سفیر ويویک کاتجو په وینا، هند پر افغان خاوره هم له پاکستان او هم له چین سره تقابل کوي او په دې سره طالبانو ته سختېږي چې څرنګه وکولای شي چې د مخالفو سیاسي اړخونو ترمنځ ډیپلوماټیک انډول وساتي، پرته له دې چې پر یوه اړخ زیات متکي شي او د بل اړخ له پامه بد شي. مګر په عین مهال کې طالبان د کورني مشروعیت د نشتون او د خورا بد اقتصادي وضعیت له امله اړ دي چې حد اقل له یوه اړخ سره زیاته راشه-درشه ولري. په همدې لړ کې هندي رسنیو داسې راپورونه ورکړي دي چې چین، پاکستان او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د چین په CPEC پروژه کې د افغانستان د ور ګډولو هوکړه کړې ده. د یادونې وړ ده چې هند په پاکستان کې له دې پروژې سره مخالف دی او په دې کې یې د بل هیواد له ورګډولو سره خپل مخالفت هم په ډاګه کړی دی.
د دې لپاره چې طالبان د بېلابېلو هیوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان باور خپل کړي، اړ دي چې تر یو لړ نورو ایډیولوژیکو کرښو هم را تېر شي. پاکستانۍ رسنۍ ایکسپریس ټریبیون په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پاکستان بالاخره توانېدلی چې طالبان قانع کړي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پر خلاف اقدامات وکړي او همدا راز هغه افغان وګړي وځپي چې له دې ډلې سره اړیکې لري او خلک ورته رابولي. ښایي د همدې اقداماتو پایله وي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو کچه د سفیر د منلو تر سطحې لوړه شوې او همدا راز د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته بلنه ورکړل شوې ده چې دې هیواد ته سفر وکړي او د پاکستاني رسنیو له راپور سره سم چې د دواړو لورو ترمنځ په لوړه کچه ډیپلوماټیکه راشه-درشه به نوره هم زیاتېږي. له دې وروستیو تعاملاتو او پېښو داسې ښکاري چې طالبان د خپلې بقا د ساتنې او د خپلو دولتي ستونزو د هوارۍ له امله اړ دي چې د خپلې تېرې شل کلنې جګړې د سنګر له یارانو فاصله واخلي، له هغې جګړې ځان بري اعلان کړي چې دوی یې لا اوس هم په خپلو مدرسو کې «جهاد» بولي. مګر یوه سخته چاره داده چې طالبان به څرنګه وکولای شي چې خپل پراګماتیک او سیکولر بهرنی سیاست په داخل کې په سختدریځو او بنسټپالو حلقو کې توجیه کړي؟
که د طالبانو تېره شل کلنه جګړه او اوسنۍ واکمني د دوی د لومړۍ دورې له واکمني سره پرتله کړل شي، نو جوتېږي چې دوی په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې بدلون راوستی او حد اقل په خپله بهرنۍ تګلاره کې خپلو ایډیولوژیکو ارزښتونو ته په هغه کچه ژمن نه دي، لکه په ظاهره چې یې په وطن کې ولس ته او په رسنیو کې نړۍ ته ښیي. د بل هر وخت په پرتله دوی له نړیوالو هیوادونو او ځواکونو سره د هغوی عقیدې، مذهب، دین او سیاسي سیسټم ته له پام پرته یوازې د خپلو ګټو پر اساس پراخ تعاملات لري او په حقیقت کې په سیاست کې د سیکولریزم بحث هم همدا دی چې دین او سیاست باید بېل وي، ځکه چې دین د خپلو کلي مفاهیمو او له هغو د مختلفو تعبیرونو له مخې محدودیتونه او ستونزې رامنځته کوي او دا چې په یو لحاظ سیاست د ښکېلو اړخونو ترمنځ د ګټو لوبه ده او دا لوبې له زمان او مکان سره تغیرېږي او پراګماتیکې تګلارې غواړي، نو له همدې امله جامد افکار په دې ډګر کې د پرمختګ مخنیوی کوي او همدا هغه څه دي چې طالبان یې حد اقل اوس په خپله بهرنۍ ډیپلوماسي کې عملي کوي.
مګر پوښتنه داده چې کله طالبان په خپلو بهرنیو اړیکو او ډیپلوماسۍ کې تر خپلو یو لړ مهمو ایډیولوژیکو کرښو تېرېږي، ولې په هیواد کې دننه د دین د یوه ډېر سختدریځي تعبیر پر پلي کولو ټینګار کوي او د همدې تعبیر له مخې یې په هیواد کې د جنسیتي اپارتاید سیسټم حاکم کړی دی؟ زما په اند، د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې د خپلې لومړۍ واکمنۍ په بایللو او بیا د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال طالبانو ته دا جوته شوې چې دوی له نړیوالو سره په ټکر کولو بیرته واکمني نه شي تر لاسه کولای، بلکې باید تعامل ورسره وکړي او تعامل هغه وخت شونی دی چې د خپلې سختدریځې ایډیولوژۍ له محدودوونکو کرښو راووځي. مګر په کور دننه دوی د ځان پر وړاندې داسې سیاسي ځواک نه ویني چې واک ته د دوی په رسېدو کې خنډ شي. همدا راز، د تېرو شلو کلونو پر مهال د طالبانو لپاره اسانه وه چې د مدرسو د سیسټم له لارې د افرادو ذهنیتونه تغییر او د ځان ملګري یې کړي او په مدرسه کې تدریسېدونکي ادبیات په عملي توګه هماغه څه دي چې دوی یې په کور دننه پلي کوي. همدې ایډیولوژیک هویت له طالبانو سره مرسته کړې چې د یوې واحدې ډلې په توګه پاتې شي، مګر په عین مهال کې توانېدلي چې تر یوه حده د خپلو افرادو ترمنځ خپل پراګماتیک بهرنی سیاست د یو لړ شعارونو په پوښ کې توجیه کړي. که څه هم د یو لړ موضوعاتو پر سر د دوی ترمنځ اختلافات محسوس دي، خو داسې ښکاري چې که په کورنۍ کچه له خپل ولس سره تعامل نه کوي، مګر له نړۍ سره د خپلو ګټو او واکمنۍ د ساتنې په موخه سیکولر ډیپلوماسۍ ته تیار دي او په دې لار کې نه یوازې خپل شل کلن ایډیولوژیک ملګري شړلای شي، بلکې په کور دننه هم ناراضي طالبان ځپلای او چوپولای شي.
سرچینې:
The Taliban and Their Machiavellian Moment, available at DOI: http://dx.doi.org/10.1177/00219096231162097
https://www.islamiqate.com/3719/classical-hanafi-scholars-define-islam-harb-lands-islam-islam