اطلاعات روز: د ایران د اټومي انرژۍ سازمان تایید کړې ده چې د نطنز د یورانیم بډای کولو پر مرکز د اسراییلو په برید کې د دې مرکز ځینو برخو ته زیان اوښتی دی.
دې سازمان ویلي چې د اوښتو زیانونو د ارزونې په موخه پلټنې روانې دي او تر اوسه په یاده سیمه کې د ځاني تلفاتو په اړه هیڅ راپور نه دی ورکړل شوی.
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان ویلي چې په ترسره شویو ارزونو کې په ډاګه شوې ده چې له ساحې هیڅ ډول کېمیاوي وړانګې نه دې بهر شوې.
دې سازمان ویلي چې پر هستوي بنسټونو د اسراییلو برید «د ملګرو ملتونو د حکامو د شورا د مصوباتو، عمومي کانفرانس او امنیت شورا په شمول له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي».
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان زیاته کړې چې د تېرو دوو کلونو پر مهال او د اسراییلو تر پر له پسې ګواښونو وروسته یې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي مشر ته بېلابېل لیکونه لېږلي او د دې د ګواښونو د غندنې غوښتنه یې کړې؛ مګر «تر برید وروسته بیا تر همدې شیبې [د دې سازمان] عمومي مشر په دې تړاو هیڅ اقدام نه دی کړی».
اسراییلو د نن ورځې په اوږدو کې د ایران پر یو شمېر نظامي او هستوي اهدافو بریدونه وکړل.
په دې بریدونو کې د ایران لوړپوړي پوځي مشران لکه لوی درستیز، د انقلابي ګارډ قومندان او همدا راز شپږ هستوي ساینسپوهان ووژل شول.