پر اسراییلو د ایران ځوابي بریدونه؛ خامنه‌یي: اسراییل «بې وسه» کوو

Photo: Social Media

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې ایران پر اسراییلو خپل ځوابي توغندیز بریدونه پیل کړي، د ایران مذهبي رهبر علي خامنه‌یي په یوه ټلویزوني پیغام کې ویلي چې د دې هیواد وسلوالو ځواکونه به «صهیوني رژیم بې وسه کړي.»

خامنه‌یي په دې پیغام کې چې نن شپه (جمعه، ۲۳ د غبرګولي) د ایران له ټلویزون څخه خپور شوی دی، ویلي: «د ایران ولس دې ډاډمن وي چې په دې برخه کې به بې غوري نه کېږي.»

ده ویلي چې «صهیوني رژیم به له دې جنایته روغ ونه وزي.»

دا پیغام پر اسراییلو د ایران د توغندیزو بریدونو تر پیل څو ساعته وړاندې د دې هیواد له ملي ټلویزونه خپور شو.

دا پر ایران د اسراییلو تر بریدونو وروسته د دې هیواد د مذهبي مشر دویم پیغام دی.

خامنه‌یي نن سهار هم په یوه پیغام کې وویل: «صهیوني رژیم په دې جنایت سره د خپل ځان لپاره تریخ برخلیک غوره کړ او هرو-مرو به یې تر لاسه کوي.»

په عین مهال کې ایراني رسنیو راپور ورکړی دی چې دې هیواد لږ وخت وړاندې د سلګونو بالسټیک توغندیو په مټ پر اسراییلو خپل ځوابي برید پیل کړی دی.

د ایراني رسنیو په وینا، دا بریدونه پر بېلابېلو مرکزونو د «صهیونستي رژیم وحشیانه بریدونو» ته په غبرګون کې شوي دي.

د اسراییلو پوځ هم د دې بریدونو پخلی کړی دی او ویلي یې دې چې دا هیواد د ایران له بریدونو سره مخ دی او «دفاعي سیسټم یې دا ګواښونه خنثا کوي.»

د اسراییلو پوځ په یوه اعلامیه کې د دې هیواد له وګړو غوښتي چې «باید خوندي سیمو ته ولاړ شي او تر بیا خبرتیا پورې دې همالته پاتې شي.»

تر اوسه پر اسراییلو د ایران د ځوابي برید له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه راپورونه نه دې ورکړل شوي.

اسراییلو نن سهار په اصفهان کې د «نطنز» د هستوي سیمې په شمول د ایران پر بېلابېلو ځایونو هدفي بریدونه وکړل.

په دې بریدونو کې د ایران لږ تر لږه څلور لوړپوړي نظامي چارواکي او شپږ هستوي ساینسپوهان ووژل شول.

ایراني رسنیو خبر ورکړی دی چې نن شپه هم د ایران د پلازمینې تهران په بېلابېلو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ایراني رسنیو له راپور سره سم، د دې هیواد هوایي ځواک فعال کړل شوی دی او له اسراییلي الوتکو سره په نښتو اخته دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته