اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه سړي خپله امیندواره مېرمن د رسۍ په وسیله په دار کړې او وژلې ده.
یوې سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط اطلاعات روز ته ویلي چې دا پېښه تیره ورځ (دوشنبه، ۲۶ د غبرګولي) د سپین بولدک په مرکز کې رامنځته شوې ده.
سرچینې د وژل شوې ښځې نوم «سییده» ښوولی چې په اصل کې د هلمند ولایت اوسېدونکې وه. دې دوه تنه ماشومان درلودل او اوس مهال د شپږو میاشتو امیندواره وه.
سرچینه زیاتوي، تر پېښې وړاندې د دې ښځې او د هغې د مېړه تر منځ لفظي شخړه رامنځ ته شوې وه.
په سپین بولدک کې د طالبانو امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نهدي ویلي او نه هم د قاتل د نیولو یا قضیې د څېړلو کوم معلومات شریک شوي دي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې څو ورځې وړاندې هم (۲۰ د غبرګولي) د کندهار ښار په پنځلسمه امنیتي حوزه کې یوه بل سړي هم خپله ۲۵ کلنه مېرمن د چړې په وسیله تر کورني تاوتریخوالي وروسته وژلې وه.
پر هیواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې په بېلابېلو بڼو زیاتې شوې دي.