زده کوونکې

خوست کې د ۲۵۰۰ ښوونکو کمښت؛ «که پوره نه شي، ګڼ زده کوونکي به له زده کړو پاتې شي»

خبریال: حبیب الله سراب

د خوست ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د خوست ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د ښوونکو کموالي له امله د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی، د دوی په خبره چې په دې ولایت کې سږ کال ۲۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا ده، که پوره نه شي، ګڼ زده کوونکي به له زده کړو پاتې شي. 

د خوست ولایت د پوهنې رییس نصیر احمد روښان وايي، که یې د ښوونکو ستونزه هواره شي، له هدف پورته به نوي زده کوونکي جذب کړي. 

نصیر احمد روښان د خوست د پوهنې رییس داسې وايي: «مونږ اوس مهال په ټول خوست کې ۴۵۰۰ رسمي ښوونکي لرو، چې دا بسنه نه کوي او نوره ۲۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لرو، که دغه ستونزه هواره شي، نو زمونږ د پوهنې بهیر به لا ګړندی او د نویو شامېلېدونکو ماشومانو د جذب کچه به هم ورسره لوړه شي.»

روښان نه یوازې د ښوونکو کموالی په خوست کې د پوهنې بهیر پر وړاندې لویه ستونزه بولي، بلکې په دې ولایت کې د ډېری درسي کتابونو نه شتون هم دغه بهیر ټکنی کړی دی. 

نوموړی له پوهنې وزارت او ولسمشر غني غوښتنه کوي، چې د ښوونکو او درسي کتابونو د کموالي ستونزو ته باید جدي پام وشي.

هغه وویل: «مونږ له تېرو اوو کلونو راهیسې ماشومانو ته کتابونه نه لرو، هر کال دا ژمنه راسره کیږي، چې د کتابونو ستونزې ته به رسیده ګي کوي، خو تر اوسه پوهنې وزارت په دې برخه کې کوټلي ګامونه نه دي اخیستي، که دغې ستونزې ته رسېدنه ونه شي، په راتلونکو لسو ورځو کې به زمونږ ګڼ ښوونځي د زده کړو په مخ وتړل شي.»

د خوست پوهنې ریاست چارواکي له پوهنې وزارت او ولسمشر غني غوښتنه کوي، چې د ښوونکو او درسي کتابونو د کموالي ستونزو ته باید جدي پام وشي.

په همدې حال کې د خوست د ولایتي شورا ځینې غړي هم د پوهنې برخه کې د ښوونکو کموالي ستونزه مني او وايي، چې په دې اړه یې په پلازمینه کې له پوهنې وزارت مسوولینو سره شریکه کړې ده. 

د ولایتي شورا غړی نور شاه نوراني زیاتوي، که په خوست کې د پوهنې بهیر ته پام ونه شي او د مرکزي ادارې توپیري چلند دوام وکړي، نو پر وړاندې به یې مدني حرکتونه پیل کړي. 

نوراني وویل: «په ولسمشر او اړونده ادارو غږ کوم، چې د خوست د ولس هغه ستونزه چې د پوهنې بهیر په برخه کې یې لري، چې هغه د ښوونکو کموالی او د کتابونو نه شتون دی، باید پر وخت ورته د حل لاره پیدا کړي، که نو مونږ مجبور یو، چې د مرکزي ادارې د مسوولینو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړو او سولیز لاریونونه پیل کړو.»

د یادې شورا یو بل غړی کفیل ریحان بیا وايي، که خوست کې د ښوونکو ستونزې ته پام و نه شي، نو په دې ولایت کې به سل زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شي، نوموړی د پوهنې وزارت له مسوولینو غوښتنه کوي، چې له خوست خلکو سره نور له توپیري چلند لاس واخلي. 

کفیل ریحان وویل: «مونږ په خوست کې د ښوونکو کموالي ستونزه جدي بولو او له مرکزي دولت څخه غوښتنه دا کوو، چې خیر دی، نور زمونږ د دې مظلومو خوست مېشتو ماشومانو ژوند ته هم پام وکړئ، ځکه که پام ونشي، نو زمونږ به یولک زده کوونکي له زده کړو بې برخې شي.»

د دې ولایت مدني فعال سید خان اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې ولسمشر غني ورسره هغه ژمنې نه دي عملي کړې، چې د ټاکنو پر مهال یې له خوست مېشتو سره کړې وې، د نوموړي په وینا چې ولسمشر دې د نورو ولایتونو په څېر خوست ته هم د پوهنې په برخه کې پام وکړي. 

مدني فعال سید خان په خوست کې د مرکز اوسېدونکی داسې وايي: «مونږ سره ولسمشر دلته د ټاکنو پر مهال ژمنه وکړه، چې د پوهنې بهیر به عصري کوي او د زده کوونکو ټولو ستونزو ته به پام کوي، خو دا د ښوونکو اړتیا باید اوس پوره کړي، د خوستوالو غږ دې واوري او مشکلاتو ته دې رسیده ګي وکړي.»

د خوست ولایتي شورا غړي وایي، که د ښوونکو کمښت ستونزې ته پام و نه شي، نو په دې ولایت کې به سل زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شي،

“Teacher shortage” in Khost “If not met, many students will drop out.”د خوست په مرکز کې د ازادۍ مېنې د ښوونځي مسوولین بیا وايي، چې د ۲۵۰۰ زده کوونکو لپاره دوی یوازې څلور رسمي ښوونکي لري، چې نه شي کولی د زده کړو بهیر په مخ یوسي. 

د یاد ښوونځي مدیر محمد قاسم جان سایل په دې اړه اطلاعات روز ته وویل، که د ښوونکو ستونزه یې حل شي، د زده کړو په بهیر کې به لا ښه والی راشي.

سایل وايي: «زمونږ ښوونځی چې په مرکز کې دی، نه یې پر وړاندې کومه امنیتي ستونزه شته او نه هم د سیمې لرې والی، خو ستونزه مو د ښوونکو  او درسي کتابونو په کموالي کې ده، ځکه ۲۵۰۰ شاګرانو ته مونږ یواځې څلور رسمي ښوونکي لرو، پاتې یې د یوولسم او دولسم ټولګي زده کوونکي د ټیټو صنفونو شاګردانو ته تدریس کوي، که دغه ستونزه هواره شي، نو زمونږ د زده کړو بهیر به لاښه شي.»

زده کوونکي هم د ښوونکو او درسي کتابونو کموالی د دوی د زده کړو پر وړاندې لوی خنډ یادوي او وايي، چې د دې ستونزو له امله یې زده کړې نیمګړې دي. 

په خوست کې د سید جمال الدین لېسې یو تن زده کوونکی حقمل وايي، که یې پر وخت د درسي کتابونو ستونزه هواره نه شي، د تېر کال په څېر به یې سږ کال هم زده کړې نیمګړې وي. نوموړي وویل: «دا دی، ۱۴۰۰ کال پیل شو، خو مونږ اوس هم کتابونه پوره نه لرو، تېر کال مو هم د کتابونو کموالي له امله ازموینې نیمګړې وې، دا ځل مو غوښتنه دا ده، چې مونږ ته ټول کتابونه پر وخت را ورسوي، تر څو راتلونکو ازموینو ته ښه چمتوالی ونیسو.»

د ازادۍ لېسې زده کوونکی نعمان بیا وايي، چې لاهم په خوست کې د زده کړو د کیفیت ښه والي ته کار نه دی شوی او نه هم زده کوونکو ته په ښوونځیو کې عملي زده کړې ورکول کیږي. هغه د پوهنې له وزارت څخه غوښتنه کوي، چې د زده کړو عصري کولو ته دې لومړیتوب ورکړل شي. 

نعمان وویل: «مونږ اوس هم عملي زده کړې نه لرو، یواځې کتابونه راته ویل کیږي او له ښوونځي رخصت کېږو، خو که په ښوونځیو کې په عملي ډول هم راته درسونه راکړل شي، نو زمونږ په زده کړو کې به څو برابره ښه والی راشي.»

 په خوست ولایت کې اوس مهال ۲۶۰ زره زده کوونکي ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي، چې د ۴۵۰۰ رسمي ښوونکو له لوري ورته د زده کړو بهیر په مخ وړل کیږي، خو لاهم د پوهنې بهیر پر کیفت هغه چې لازمه ده، کار نه دی شوی.