د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د یوه حکم په صادرولو سره د دې ډلې ځینې سیمه ییز چارواکي پر نویو دندو ګومارلي دي.
د نن (چهارشنبې، ۳۱د چنګاښ) د خپور شوي حکم له مخې، د طالبانو د سترې محکمې د دارالافتا پخوانی غړی شیخ عبدالرحمان غزنوي د کندهار پوهنتون د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
د طالبانو مشر همداراز د کندهار پوهنتون پخوانی رئیس، شیخ عبدالرحمان طیبي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د مرستیال په توګه ګومارلی دی.
د دغه حکم له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر پخوانی مرستیال عتیقالله عزیزي د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
هبتالله اخوندزاده همداراز د جوزجان د امنیې قوماندانۍ پخوانی امنیه قوماندان محمد اسماعیل راسخ د جوزجان والي، د «۲۱۷ عمري قول اردو» پخوانی مرستیال عبدالکریم نافذ د جوزجان د نوي امنیه قوماندان، او د جوزجان پخوانی والي عبدالله سرحدي د «۲۱۷ عمري قول اردو» د نوي مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.
