ګلاب

کرنې ریاست: ننګرهار کې به سږکال له ګلابو ۱۴ میليونه افغانۍ عايد ترلاسه شي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولايت کرنې رياست مسوولین وایې، د دې ولایت په يو شمېر ولسواليو کې د (Rose Damascena) اصلي يا عطري ګلابو بوټي کرل شوي، چې سږکال به يې له حاصل څخه د اټکل له مخې نږدې څوارلس میليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شي.

د کرنې رییس انعام الله ساپی نن (دوشنبه، ۳۰ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې په ۵۱۰ جريبه ځمکه کې د ګلابو بوټي کرل شوي، چې له ډلې يې ۴۲۰ جريبه په دره نور او ۹۰ جريبه په اچين او سپين غر کې شتون لري.

د ښاغلي ساپي په وینا، هر جريب ځمکه په اوسط ډول ۷۰۰ کيلو ګرامه د ګلانو حاصل ورکوي.

نوموړي دغه راز وایې، دغه بوټي د پسرلي موسم له وري مياشتې څخه ګل ورکونه پيلوي او پنځه ديرش ورځې دوام کوي، چې هر سهار وختي ترې ګلان راټوليږي.

ساپی زیاتوي: «د ننګرهار په ۵۱۰ جريبه ځمکه کې د ګلابو بوټي کرل شوي، چې له جملې يې ۴۲۰ جريبه په دره نور او ۹۰ جريبه په اچين او سپين غر کې شتون لري، چې هر جريب ځمکه په اوسط ډول ۷۰۰ کيلو ګرامه د ګلانو حاصل ورکوي.»

ګلاب د ننګرهار ولايت په هغو ولسواليو کې ښه پایله ورکوي، چې هوا يې يخه او د بحر له سطحې څخه يې لوړوالی زيات وي.