پکتیکا

پکتیکا کې د پاکستاني طالبانو په ګډون ۷ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د پکتیکا امنیه قوماندانۍ وایي، د دې ولایت وازېخوا ولسوالۍ اړوند په زيارت سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

له پکتيکا امنيه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه نښته پرون (چهارشنبه، ۱ د غویي) ماښام مهال رامنځته شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، په وژل شويو وسله والو طالبانو کې پاکستاني جنګيالي هم شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي دغه جنګیالي د کوزې پښتونخوا له «کچلاغ» سيمې د فرضي کرښې دې غاړې ته د افغان ځواکونو د جګړې لپاره را اوښتي وو.

خبرپاڼه دغه راز وایي، رامنځته شوې نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.