غزني

غزني کې لسګونه طالبانو ته مرګ-ژوبله اووښتې

اطلاعات روز: د غزني ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۲۴ طالبان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د غزني ولایت رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې وایي، پرون (چهارشنبه، ۱ د غویي) د ورځې په جریان کې د غزني ولايت د مرکز اړوند د «ارزوکلان»، «قلعه قاضي»، اندړو ولسوالۍ د «سیني کمپ» او د قره باغ ولسوالۍ د «ابراهیم خیلو» په سیمو کې د روانو چاڼیزو عملياتو په ترڅ کې طالبانو سره نښتې رامنځته شوې دي.

خبرپاڼه وایي، په دې عملیاتو کې د هوایي، توپچي او پیاده ځواکونو په مټ وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه زیاتوي: «یادو نښتو کې د غزني مرکز اړوند د ارزو کلان په سیمه کې د ملامنصور او فیروز د تروریستي ډلې ۱۸ طالب ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان شوي او (۳) عرادې موټرسایکلونه یې تخریب شوي، د مرکز اړوند د قلعه قاضي په سیمه کې بیا ۴ تنه طالبان ټپیان شوي.»

د غزني ولایت رسنیو دفتر وایي، همدارنګه د قره باغ ولسوالۍ د ابراهیم خیلو په سیمه کې د نښتو په پایله کې ۵ تنه طالبان وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی او د اندړو ولسوالۍ د سیني کمپ په سیمه کې یو تن وژل شوى او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې په وینا، د دې ترڅنګ په قره باغ ولسوالۍ د ابراهیم خیلو په سیمه کې ۴ کړۍ ماينونه او د مقر ولسوالۍ د صدوخیلو په سیمه کې هم ۴ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه د دفاعي ځواکونو لخوا کشف او شنډ کړای شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په یادو نښتو کې د دفاعي ځواکونو ۲ تنه سرتیري هم ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو که څه هم په دغو عملیاتو کې د خپلو وسله والو د مرګ – ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر د افغان ځواکونو له خوا پر ملکي وګړو د برید خبر خپور کړی دی.

ښاغلي مجاهد پرون (چهارشنبه، ۱ د غویي) پر ټوېټر لیکلي، چې یادو ځواکونو د غزني ولایت مرکز اړوند نوآباد سیمه کې پر ملکي خلکو بمبار کړی، چې له امله یې ۲ تنه ملکیان وژل شوي او یو کور ویجاړ شوی دی.