د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت وايي، چې د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې به د هوافضا پوهنځی د لیسانس په کچه له څلورو ډیپارټمنټونو سره جوړ شي.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ، چې د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د لیسانس، ماسټرۍ، دوکتورا او طبي تخصص په برخو کې به نوې څانګې او پوهنځي جوړ شي.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د لوړو زدهکړو عالي شورا په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ۲۸ نوو پوهنځیو او ۲۹ نوو څانګو جوړول تصویب کړي دي.
په نویو څانګو کې د کابل پولیتخنیک پوهنتون د هوافضا پوهنځی هم شامل دی.
د دې پوهنځي لپاره څلور ډیپارټمنټونه په پام کې نیول شوي دي: د بېپیلوټه الوتکو او بېپیلوټه سیستمونو انجینري، د الوتکو انجینري، د هوافضا انجینري، او د رادار او ایونیک انجینري.
همدارنګه، طالبانو په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د پنځو دوکتورا پروګرامونو جوړول هم تصویب کړي دي.
ټاکل شوې چې د «قرآن او قرآني علومو» او «تعلیمي مدیریت» دوکتورا پروګرامونه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون کې، د «نړیوال قانون» او «نړیوالو اړیکو» دوکتورا پروګرامونه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې، او د «سوداګرۍ مدیریت» دوکتورا پروګرام د کاردان خصوصي پوهنتون کې جوړ شي.
همدارنګه، ټاکل شوې چې د کابل طبي پوهنتون کې د زړه ناروغیو، جدي پاملرنې او انستیزۍ په برخو کې درې د «فوق تخصص» پروګرامونه هم جوړ شي.
خو طالبانو د نویو تحصیلي پروګرامونو، په ځانګړې توګه د هوافضا د برخې ـ چې په افغانستان کې بېساری پروګرام بلل کېږي ـ د عملي کولو د امکاناتو او ظرفیت په اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.
