فایق

د فاریاب مخکینی والي د مشرانو جرګې انتصابي سناتور تعین او دولتي مډال ورکړل شو

اطلاعات روز: د سیمه ییزو ارګانونه خپلواکه اداره وایي، د ولسمشر محمداشرف غني په حکم د فاریاب مخکینی والي نقیب الله فایق د مشرانو جرګې انتصابي سناتور تعین شو.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د انتصابي سناتور په توګه د ښاغلی فایق ټاکنه نن (چهارشنبه، ۸ د غویي) فاریاب کې د یادې ادارې مشر شمیم خان کټوازي په حضور کې اعلان شوه.

یاده اداره دغه راز وایي، په ورته مهال نقیب الله فایق ته د هغه د ښو کړنو له امله د غازي میربچه خان مډال هم ورکړل شو.

خبرپاڼه وایي: «د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه ادارې رييس شميم خان کټوازي په حضور کې، د فارياب ولايت مخکيني والي ډاکټر نقيب الله فايق ته د ښې حکومتولۍ په منظور؛ د غازي مير‌بچه خان مډال ورکړل شو او دغه‌راز نوموړی د افغانستان اسلامي جمهوريت د مشرانو جرګې انتصابي غړی وټاکل شو.»

په دې اړه جوړې شوې غونډه کې شمیم خان کټوازي له نقیب الله فایق او د فاریاب له خلکو غوښتي چې د دې ولایت راتلونکي والي سره د حکومتولۍ چارو مخته بیولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي کټوازي د فاریاب ولایت لپاره د نوي والي ټاکل کېدو او پر وړاندې یې د دې ولایت خلکو لاریونونو ته په اشارې ویلي، چې د ولایتونو لپاره د والي ټاکل کېدو نوې لاره د ولسمشر غني په غوښتنه او د هېواد قومونو ترمنځ د ملي یووالي ټینګښت په موخه لاس کې نیول شوې ده.   

هغه زیاته کړې چې نږدې راتلونکې کې به له ترک تبارانو یو والي هغه ولایت ته چې ډېری یې پښتانه دي، وګماري. هغه دغه راز ویلي، له هزاره ګانو به یو والي هغو ولایتونو ته چې ډېری یې تاجک دي، والي ورولېږي او همداسې برعکس.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه (د غویي ۳مه) د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اعلان کړه چې محمد داود د ولسمشر په حکم د فاریاب لپاره نوی والي وټاکل شو.

د مارشال عبدالرشید دوستم په مشر د افغانستان اسلامي ملي جنبش ګوند له دې ټاکنې سره مخالفت وکړ او له هغې وروسته د فاریاب خلکو په بېلابېلو ولسوالیو کې د دې ټاکنې پر ضد لاریونونه وکړل او د سیمه ییزو مسوولینو له هغې ډلې والي په انتخابي ډول د ټاکل کېدو غوښتنه وکړه.

له دې ټولو سره نقیب الله فایق خپلو خبرو کې وویل، چې هغه ته څوکۍ او مقام نه، بلکې د خلکو ترڅنګ اوسېدنه مهمه ده او مشرانو جرګه کې پر غړیتوب هېڅ خوښ نه دی. هغه وویل، چې د راتلونکي والي او جمهوري نظام ترڅنګ به ودریږي.