برښنا شرکت

کابل ته د وارداتي برښنا پرې شوی یو مزی بېرته ونښلول شو

اطلاعات روز: د افغانستان برښنا شرکت وایي، تېره شپه د کابل شمال کې د اورلګېدنې له امله د وارداتي برښنا پرې شوی مزی یا سرکټ بېرته ونښلول شو.

د افغانستان برښنا شرکت نن (یکشنبه، ۱۲ د غویي) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې د دوی تخنیکي ټیم د وارداتي برښنا یو مزی نښلولی او د دویم مزي تړلو چارې په چټکۍ روانې دي او راتلونکو څو ساعتونو کې به ونښلول شي.

یاد شرکت په خپلې خبرپاڼه کې لیکلي: «د افغانستان برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ پياوړو کارکوونکو د وارداتي برېښنا مزې یو سرکټ د کابل ښار د خیرخانې کوتل سیمه کې بیرته و نښلاوه، د دوهم مزې د بیرته تړلو چارې اوس مهال په چټکۍ روانې دي او تر راتلونکو څو ساعتونو پورې به دوهم سرکت (مزی) هم ونښلول شي.»

د افغانستان برښنا شرکت وایي، که څه هم تېره شپه له اورلګیدنې وروسته د دې شرکت تخنیکي کارکوونکي پر وخت سیمې ته رسېدلي وه، خو په سیمه کې د زیاتې اورلګېدنې له امله د وارداتي برېښنا د مزو د بیرته رغولو چارې ساعتونه وخت نیسي.