ننګرهار

جلال اباد ښار کې ماین چاودنې دوه پولیس ټپیان کړل

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ماین چاودنې دوه پولیس سرتیري ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن (دوشنبه، ۱۳ د غویي) سهار د جلال اباد ښار دویمې حوزې اړوند په کابل هډې سیمه کې د پولسو پر رنجر موټر د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې په ترڅ کې دوه پولیس ټپیان شوي دي.

فرید خان زیاتوي: «نن سهار د کابل هډې سیمه کې د سړک غاړې ماین د پولیسو پر موټر چاودنه کړې، چې له امله یې دوه پولیس ټپیان شوي دی او نور چا ته زیان نه دی اوښتی.»

تر اوسه د یادې ماین چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.