اطلاعات روز: د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې د تورخم لاره د مساپرو پرمخ تړل کيږي، خو د صادراتو او وارداتو لپاره به په عادي ډول پرانېستې وي.
ښاغلي خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۱۳ د غویي) اطلاعات روز ورخپاڼې سره په خبرو کې وویل، ټاکل شوې له راتلونکې چهارشنبې، چې د مۍ پنځمې نيټې سره برابره ده، د سهار يوې بجې څخه د تورخم لار د مساپرو پرمخ وتړل شي.
خو ښاغلی خوږیاڼی وایي، پاکستاني اتباع له افغانستان څخه پاکستان ته او افغاني اتباع له پاکستان څخه افغانستان ته ستنيدلی شي، همدا راز شديدو ناروغانو ته هم اجازه ورکول کيږي.
هغه وایي، دا پرېکړه د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي له امله شوې او ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
خوږیاڼی زیاتوي: «د تورخم لاره د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه راتلونکې چهارشنبې په ورځ تړل کیږي او هدف یې همدا دی چې د کرونا مخنیوی وشي تر څو ډیره خپره نه شي.»
له دې وړاندې هم د تورخم او د هیواد یو شمیر نور لارې د کرونا ویروس د خپریدا د مخنیوي په موخه تړل شوې وې.