د هېواد شمال کې د پوځ ځواکونه تاییدوي، چې د ازبکستان د اسلامي خوځښت مشر عزیز یولداش د دولتي ځواکونو عملیاتو پایله کې د فاریاب غورماچ ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي نن (پنجشنبه، ۲۲لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه عملیات د دفاعي او امنیتي ځواوکونو له خوا د غورماچ ولسوالۍ «حاجي سعیدګل» کلي کې تر سره شوي دي.
ښاغلي رضايي زیاته کړه، چې پر عزیز یولداش دغو عملیاتو کې د هغه زوی ټپي شوی دی.
هغه وویل، چې دغو کسانو د طالبانو ډلې په ملاتړ فاریاب کې فعالیت کوو او د دې ولایت په ناامنه کولو کې یې لوی لاس درلود.
خو طالبانو ډلې په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.