خبریال: لطف علي سلطاني
ژباړن: بهادرخان رحماني
«ډهلي کې د افغانانو حالت ډېر خراب دی. ناروغان خپلو کورنو کې پر بستر پراته دي او اکسیجن نشته. روغتون ته یې چې وړو، نه اخلي. کورونو کې هم امکانات نشته. زموږ هیله یوازې سفارت دی چې زموږ حال ته رسېدنه وکړي. زموږ خبرې خو پر سفارت اغېز نه کوي، له تاسو ښاغلو سوداګرو غواړو چې زموږ غږ تر سفارته ورسوئ.» دا خبرې په ډهلي کې مېشت یو افغان د کډوالو د وټس اپ یو ګروپ ته لېږلي او له سوداګرو یې غوښتي چې د هغوی ستونزې له سفارت سره شریکې کړي، څو ورته رسېدنه وکړي.
هند له ایران، پاکستان او ترکیې وروسته سیمه کې څلورم هېواد دی چې ډېر افغان کډوال په کې مېشت دي. تېرو دریو اونیو کې په دې هېواد کې د کرونا تازه څپې خپرېدو سره، کډوال افغانان هم ترې سخت اغېزمن شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت او په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت ورکړو مالوماتو پر بنسټ، له دریو اونیو راهیسې، هند کې له ۲۵ تر ۳۵ کډوال افغانان مړه شوي او شاوخوا ۲۰۰۰ نور یې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د هند حالت کړکېچن دی. په دې هېواد کې په یوه ورځ د کرونا له ۳۵۰ زرو ډېرې نوې پېښې ثبت شوې. دا ثبتې شوې پېښې، په نړۍ کې د دې ناروغۍ د خپرېدو له پیله بې مخینې دي. هند کې د دې ویروس خپرېدل او پرې اخته کېدل تر دې کچې چټک دی چې د روغتونونو بسترونه ډک او د اکسیجن او درملو کمښت خورا زیات دی. د ای سي یو بسترونه ډک شوي او د ډېری روغتونونو ورونه د ناروغانو پر مخ تړلي دي.
له دې سره چې ډهلي اوسمهال قرنطین دی، چټکه ناروغي د خپرېدو حال کې ده. له دې سره، د افغان کډوالو حالت د بې وزلۍ او لاس تنګۍ او په ډهلي کې د افغانستان سفارت بې پامۍ له امله، د هند له اوسېدونکو ډېر خراب دی. کډوال د اکسیجن او د اړو روغتیایي چوپړونو له کمښته شکایت کوي او وایي، له دې سره چې سفارت ژمنه کړې، چې هغوی ته روغتیایي چوپړونه برابروي، خو تراوسه یې ګټور کار نه دی کړی.
۴۰ کلنه اغلې احمدي چې شاوخوا شپږ کاله کیږي چې هند کې ژوند کوي، په تېر یوه کال کې دا دویم ځل دی چې په کرونا اخته کیږي او تازه یې حال ښه شوی دی. خو د هغې په وینا، کومه سیمه کې چې هغه ژوند کوي، د هغوی حال چې په کرونا اخته شوي، خراب دی او مرستې ته جدي اړتیا لري. هغه د بېلګې په توګه د هغې ښځې مرګ ته نغوته کوي چې دا وروستیو ورځو کې د نوي ډهلي «اشرم» په نوم سیمه کې مړه شوه: «یوه مېرمنه درې ورځې وړاندې زموږ په سیمه کې د کرونا له امله مړه شوه. هغې د زړه ناروغۍ درلوده او زړه یې غټ شوی و.»
شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې په نوي ډهلي کې د اغلې احمدي د سیمې یوه اوسېدونکې مړه شوه. هغه لاړه چې د خښولو او کفن مراسم یې ترسره کړي، دا کار یې وکړ. له هغې وروسته چې کور ته لاړه، پر سبا یې د لږې یخنۍ او پرلپسي ټوخي نښې ښکاره شوې. دې حالت شاوخوا لس ورځې دوام وکړ، خو له لسمې ورځې وروسته، سخته ځان دردي او سردردي یې پیل شوه. اغلې احمدي د دې نښو له ښکاره کېدو وروسته چې کرونا نیولې، ډاډه شوه، خو روغتیاپال ته یې مراجعه و نه کړه او له سنتي لارې لکه د اوبو او مالګې غړغړه او دماغو ته د ګرمو اوبو کشولو څخه یې ګټه واخیسته. اغلې احمدي تېر کال هم په دې ویروس اخته شوې وه او پایله کې یې ماشوم هم له منځه تللی و.
هغه وایي، له دې سره چې په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت ژمنه کړې وه چې کډوالو ته روغتیایي چوپړونه او د درملنې شرایط برابروي، خو تراوسه یې کوم کار نه دی کړی: «سفارت ان دی توانېدلی چې څو ناروغانو ته اکسیجن برابر کړي. جنازې مو له شپې تر سهاره او له سهار تر غرمې د سړک تر غاړې پاتې شوې، څو سړو خونو ته انتقال شي.»
اغلې احمدي وایي چې په هند کې د افغان کډوالو اقتصادي ستونزه جدي ده او اوس چې ښار قرنطین شوی، لا هم جدي شوې ده.
په دې سخت حالت کې هندو ټولنه او هند کې مېشت افغان سیکانو شاوخوا ۲۰۰ اړمنو افغان کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. دا مرسته نن وېشل شوې چې بور، غوړي، دال، وریجي، لوبیا او مینځونکي مواد په کې شامل دي.
د سیک او افغان هندوانو استازي ویلي چې په دې سختو شرایطو کې، خپلو اړمنو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکوي.
هند کې د افغانستان سفارت مسوولین وایي، چې دې سفارت خپل ټول توان په کرونا د اخته افغان کډوالو رسېدنې ته متمرکز کړی دی؛ تر دې بریده چې ډیپلوماټان له خپلو شخصي موټرو د ناروغانو درملنې لپاره کار اخلي.
په هند کې د افغانستان سفارت د فرهنګي اتشه اجمل عالمزی اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې تراوسه یې افغانانو سره چې له بېلابېلو قشرونو ول، ۱۵ ناستې کړې دي. د هغه په وینا د اکسیجن کمښت جدي ستونزه ده. هغه زیاتوي چې سفارت تراوسه سختو ناروغانو لپاره اته سلندره اکسیجن برابر کړی دی. هغه زیاتوي چې سفارت خپل یو موټر د امبولانس په توګه برابر کړی چې د اړتیا پر مهال ترې کډوال ناروغان ګټه واخلي.
د افغانستان سفارت دغه راز پام کې لري چې د ډهلي «لاجپتنگر» سیمه کې یو ښوونځی چې د افغانانو اړوند کیږي، کلینیک یې ترې جوړ کړی او ناروغان په کې تر درملنې لاندې نیسي. دا چې دغه درملځی کله عملیاتي کیږي مالومه نه ده.
د ښاغلي عالمزي په وینا، تراوسه ۲۵ افغان کډوال د کرونا له امله مړه شوي دي او اټکل کیږي چې له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ نور په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
له دې سره، ښاغلی عالمزی حالت ناوړه یادوي او هغه ګامونه چې تراوسه د سفارت له لوري ترسره شوي، کافي نه یادوي: «ستونزمنه ده چې یو سیاسي جوړښت په یو چوپړیز جوړښت بدل کړو. په خپله د هند دولت هم د دا ډول حالت هیله نه درلوده. سفارت چې څه په توان کې لري کوي یې.»
د کووېډ۱۹ ناروغۍ بدلې شوې بڼه هند کې خپره شوې او دا هېواد یې سخت حالت سره مخ کړی دی. د هند روغتونونه نور تش بسترونه نه لري، د اکسیجنو خزانې خلاصې، سړې خونې نور ځای نه لري او د مړي سوځونې ځایونه له ځنډ پرته ګټنې له امله د ذوب کېدو حال کې دي.
په ډهلي کې افغان کډوال یاسان اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې که نورو روغتونونو ته ورځي، باید څو ورځې انتظار وکړي، څو نوبت ورورسیږي. د هغه په وینا، په خصوصي روغتونونو کې هم د درملنې لګښت دوه برابره شوې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند حامد تهذیب اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، دغه وزارت هند دولت سره خبرې کړي دي چې هغو سیمو کې چې افغان کډوال ژوند کوي، عامه روغتونونو کې دې له پنځو تر لسو بسترونه ورته ځانګړي کړي. هغه زیاته کړه چې له دې وړاندې افغانانو په هند کې وړیا د کرونا واکسین ته لاسرسی نه لره، خو اوس او له هندي چارواکو سره له خبرو وروسته، ټول افغانان کولی شي چې په وړیا ډول دغه واکسین ترلاسه کړي.
هند کې د افغانستان سفارت د اطلاعاتو پر بنسټ، شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال د هند بېلابېلو ایالتونو په ۲۰ بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.
اطلاعات روز هغو کډوالو سره چې خبرې یې ورسره کړي، ټول د افغانستان له سفارت او دولته شکایت کاوه. د هغوی په وینا، سفارت په تېرو څو ورځو کې یواې د کډوالو استازو سره پر ناستې بسنه کړې او لکه د اکسیجن او درملو په څېر هېڅ روغتیایي مرستې برابرولو برخه کې یې عملي ګام نه دی اخیستی. خو په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د افغان کډوالو حالت ته د رسېدو لپاره خپل ټول توان کاروي.