غني

اشرف غني اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړي وپېژندل

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي، چې ولسمشر محمد اشرف غني په یو فرمان کې، فساد سره د مبارزې کمېسیون فعالیت او د پنځو غړو ټاکل یې ومنل.

له ارګه په نننۍ (پنج شنبه، ۲۲لړم) خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې فرمان پر بنسټ همایون حامد، مریم زرمتۍ، عبدالقیوم نظامي، سید محمد هاشمي او فرخ لقا یې د دې کمېسیون غړي ټاکلي دي.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی: «فساد سره د مبارزې کمېسیون غړي اړ دي، څو له رسمي دریځ اخیستلو وروسته، خپلې دندې او واکونه د هېواد د نافذه قوانینو د اسنادو حکمونو سره سم او د یوې ځانګړې برنامې له لارې منظم او تر سره یې کړي.»