خلیلزاد

د کوچني اختر له اوربنده د خلیلزاد هرکلی: افغانان د تلپاتې اوربند وړ دي

اطلاعات روز: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد راتلونکي کوچني اختر لپاره د طالبانو د اوربند له اعلانه او د افغان حکومت له خوا له منلو هرکلی کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد تېره شپه (۲۰ د غویي) په یو لړ ټوېټونو کې ویلي چې افغانستان وروستیو اونیو کې د وحشتناکه تاوتریخوالو شاهد و او د افغانستان خلکو یې هم بیه پرې کړې ده.

په همدې حال کې هغه ټینګار کړی چې د افغانستان خلک د یوې سیاسي هوکړې او تلپاتي اوربند وړ دي. هغه زیاته کړې: «موږ د افغانانو ترمنځ د چټکو مذاکراتو، سیاسي هوکړې او [افغانستان کې] د دې بې مانا جګړې پای ته رسېدو غوښتونکي یو.»

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټینګار کړی چې افغانان هم غواړي څو په هېواد کې یې په یوې سیاسي هوکړې د جګړې ختمېدو لپاره لاسرسی پیدا کړي.

هغه ټینګار کړی چې امریکا هم د افغانانو له دې غوښتنې ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې طالبانو د اختر درې ورځو کې اوربند اعلان کړ او له خپلو جنګیالیو یې غوښتي چې په دې ورځو کې خپل تعرضي بریدونه ودروي او د مقابل اړخ له بریدونو دفاع وکړي.

طالبانو ډلې دغه راز خپلو جنګیالیو ته لارښوونه کړې چې د اوربند دریو ورځو کې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته له ورتګه ډده وکړي او دولتي ځواکونو ته هم د دوی سیمو ته د ورتګ اجازه ور نه کړي.

له هغې یوه ورځ وروسته، د هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې د طالبانو له خوا د اختر دریو ورځو کې د اوربند له اعلانه خبر دي.

د ارګ اعلامیه کې د دې اوربند ځواب کې له طالبانو غوښتي چې د خلکو برحقې غوښتنې ته چې دایمي اوربند دی لبیک ووایي او د خبرو مېز ته راشي.

په ورته مهال د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې اعلان شوي درې ورځني اوربند ته په اشارې ویلي چې د طالبانو له لوري درې ورځنی اوربند د خلکو د خوشالولو لپاره یو غوره ګام دی خو په وینا یې د روانې جګړې د حل یوازینۍ لار خبرې اترې او دایمي اوربند دی.