مالیې وزارت

د ماليې وزارت دوه کارکوونکي د ۱۰ زرو امریکايي ډالرو بډو اخیستلو په تور ونیول شول

اطلاعات روز: د هېواد لویه څارنوالي وایي، د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د ماليې وزارت د خزاینو ریاست دوه کارکوونکي د ۱۰ زرو امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو په تور لاس په لاس ونیول.

د لویې څارنوالۍ په نن (پنجشنبه، ۲۲ د غویي) خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کسان د یوه خصوصي شرکت د کارمن د شکایت له مخې د ۱۴۰۰ لمریز کال د غویي میاشتې پر شلمه، لاس په لاس نیول شوي دي.

یاده خبرپاڼه لیکلي: «د دغه شرکت استازي، د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ ته لیکلي، چې له کابله یوه ولایت ته د شرکت د احصايې لېږد لپاره يې ماليې وزارت ته مراجعه وکړه؛ خو د دغه وزارت کارکوونکو د دغه کار د ترسراوي په پلمه، له ده څخه لومړی ۱۵ زره امریکايي ډالره وغوښتل، خو وروسته پر ۱۰ زرو سره سلا شول.»

لویه څارنوالي وایي، د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د شکایت کوونکي د شکایت پر بنسټ، دا کسان د ملي امنیت عمومي ریاست د منسوبینو په همکارۍ د اپراتیفي عملیاتو په ترڅ د کابل لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د ۱۰ زرو امریکايي ډالرو رشوت اخیستلو پر مهال بالفعل نیولي شوي دي.

یاده خبرپاڼه دغه راز وایي، دا قضیه د تحقیقاتو د بشپړېدا او د تورنو د عدلي تعقیب په موخه اړوندې څارنوالۍ ته لېږل شوې او تورن هم په توقیف کې دي.

د لویې څارنوالۍ خبرپاڼه زیاتوي: «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ رهبري له اداري فساد سره مبارزه، د قانون حاکمیت او عدالت تأمین په برخه کې جدي اقدامات او عملي ګامونه اخیستي او تل يې ټینګار کړی، چې هېڅوک له قانونه لوړی نه دی او هېڅ مجرم نه بښل کېږي.»