کرونا څپه

سوېل ختیخ زون کې د کرونا وبا دریمه څپه سخته او په ډېرېدو دی

خبریال: حبیب الله سراب

په سویل ختیځ زون کې د پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو روغتیايي مسوولینو  اطلاعات روز ته په ورکړل شویو ارقامو کې ښيي، چې په دې زون کې د کرونا دریمه څپه سخته او د پراخېدو په حال کې ده.

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره جوړ شوي، روغتون ته هره ورځ له بېلابېلو سیمو ګڼ خلک مراجعه کوي، چې شمېر یې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

له عامې روغتیا وزارت څخه اطلاعات روز ته په تر لاسه شویو مالوماتو کې کې روانه هفته د سویل ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې ۴۰۳ مثبتې پېښې ثبت شوې او له امله یې ۸ کسان مړه شوي دي.

د دې شمېرو له جملې په پکتیا کې ۶۷ کسان په کرونا اخته شوي او ۴ نور یې له کبله مړه شوي دي، خوست کې هم دا ناروغۍ مخ په ډېرېدو دی، په دې ولایت کې د اخته کسانو شمېر ۸ او یو بل ورڅخه مړ شوی دی، په همدې زون کې د پکتیکا ولایت د ناروغانو شمئر هم په زیاتېدو دی، روانه هفته د کرونا له امله ۳۵ کسان پرې اخته شوي، خو کوم ناروغ یې له امله نه دی مړ شوی، خو لوګر بیا د دې زون هغه ولایت دی، چې تر ټولو زیاتې د کرونا پېښې په کې ثبت شوې دي، په دې ولایت کې د ۲۹۳ کسانو نتیجه مثبته ښودل شوې او ۳ کسانو یې له امله خپل ژوند بایللی دی.

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره جوړ شوي، روغتون ته هره ورځ له بېلابېلو سیمو ګڼ خلک مراجعه کوي، چې شمېر یې ورځ تر بلې په زیاتېدو دی.

د پکتیا د عامې روغتیا ریس ولایت خان احمدزی وايي، د خلکو بېغوري او د روغتیايي تدابېرو په ځان نه عملي کول، د دې لامل شوی دی، چې د کویډ ۱۹ ویروس په خلکو کې مخ په خپرېدو دی او ورسره د مړینې کچه هم دېره شوې ده.

نوموړی اندېښه څرګندوي، که خلک په دې برخه کې نوره هم بېغوري وکړي، نو په سیمه کې به لوی ناروین رامنځته شي.

هغه په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «مونږ دلته په پکتیا کې د زون په کچه د کرونا ناروغانو د تداوي لپاره روغتیايي مرکز لرو، چې په دې کې د خوست، پکتیکا او پکتیا ناروغان معاینات او درملنه یې کیږي، خو په دې وروستیو کې د کرونا ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی او هره ورځ مونږ ته ګڼ ناروغان مراجعه کوي.»

احمدزی وايي، د وزارت له لوري پکتیا ته د کرونا ضد رالېږل شوی واکسین خلکو ته ورکړل شوی، خو د پاتې خلکو د واکسینولو لپاره مواد په واک کې نه لري، هغه زیاته کړه، که دوی ته وزارت د واکسین ډوزونه راولېږي، نو پر وخت به یې پاتې خلکو ته ورکړي.

نوموړي وویل: «مونږ ته ۱۶ زره ډوزه د کرونا ضد واکسین راکړل شوی و، چې دا واکسین مونږ خلکو ته ورکړ او لاهم زیات خلک مونږ ته مراجعه کوي، چې واکسین وکړي، خو مونږ ته تر اوسه واکسین نه دی رالېږل شوی، نو غوښتنه کړې، چې دوی به څه وخت دا واکسین راولېږي.»

خوست او پکتیکا کې هم د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د کرونا نارغۍ په ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې، د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکټر اسدالله رسولي اطلاعات روز ته په خبرو کې وویل، چې دوی له خلکو غوښتنه کړې، چې د کرونا نارغۍ جدي ونیسي او د مخنیوي لپاره دې د عامې روغتیا وزارت لارښونې عملي کړي.

نوموړی وايي: «مونږ په پکتیکا ولایت کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دي او تر دې دمه ګڼ خلک پرې اخته شوي دي، نو بیا هم مونږ له خلکو غوښتنه کوو، چې کرونا جدي ونیسي او هغه تدابیر چې په کار دي، باید عملي یې کړي.»

د پکتیا د عامې روغتیا ریس ولایت خان احمدزی وایي، د وزارت له لوري پکتیا ته د کرونا ضد رالېږل شوی واکسین خلکو ته ورکړل شوی، خو د پاتې خلکو د واکسینولو لپاره مواد په واک کې نه لري

لوګر بیا د سویل ختیځ زون هغه ولایت دی، چې تر ټولو زیاتې پېښې په کې ثبت شوې دي، روغتیايي مسولین یې وايي، چې د کرونا لپاره په ځانګړو شویو بسترونو کې هره ورځ د زیاتو کسانو نتیجې مثبتې وړاندې کیږي او لامل یې هم د خلکو بېغوري یادوي.

د یادو ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکټر رسول ګل اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د همدې وبا د کابو کولو لپاره له خلکو غوښتي، چې کرونا مسخره نه بلکې د مرګ او ژوند مسله وبولي.

ښاغلی رسول ګل وايي: «لوګر کې د کرونا پېښې په زیاتېدو دي او هره ورځ لسګونه کسان د معایناتو لپاره روغتون ته راځي او په دې کې یې زیات له معایناتو وروسته نتیجې مثبتې وړاندې کیږي، نو ستونزه تر ډېره په ولس کې ده، چې وقایوي تدابیر په ځان نه عملي کوي.»

بل لورته پکتیا کې بیا د تعلیمي مرکزونو زده کړیالان په ورکړل شوې رخصتۍ خواشیني دي او وايي، په زده کړو یې منفي اغېز کړی دی.

د پکتیا پوهنتون زده کړیال ریس ناصر وايي، که د کرونا مخنیوي لپاره روغتیا وزارت لوړو زده کړو او پوهنې وزارت ته د روغتیايي تدابیرو جدي سپارښتنه کړې وای، نو د تعلیمي مرکزونو تړل کېدو ته اړتیا نه پېښېده.

نوموړي وویل: «زه یوه هفته کیږي، چې له خوست څخه پکتیا پوهنتون ته د اختر له رخصتۍ وروسته راغلی یم، خو لامو منظم درسونه نه و پیل شوي، چې د بلې رخصتۍ اعلان وشو، دا کرونا څنګه یوازې په تعلیمي مرکزونو کې په زده کوونکو اغېز کوي، خو دومره یې باید کړي وای، چې وقایوي تدابیر یې پرې جدي عملي کړي وای، نو دوه هفتې به زمونږ درسونه نه پاتې کېدل.»

د یادو ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکټر رسول ګل اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د همدې وبا د کابو کولو لپاره له خلکو غوښتي، چې کرونا مسخره نه بلکې د مرګ او ژوند مسله وبولي.

یو بل زده کړیال نصرت الله هم نوموړي ته په ورکړل شوې رخصتي خواشینی دی، هغه وايي، له لوګر ولایت څخه په دې امېد راغلی و، تر څو د اختر له رخصتۍ وروسته منظم درسونه پیل کړي، نو ورباندې بیا رخصتي راغله، نصرت له زده کوونکو غوښتنه کوي، چې کرونا جدي ونیسي او په خپلو کورونو کې دې زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه داسې وویل: «مونږ دا منو چې کرونا جدي ده، خو یوازې په زده کوونکو باید جدي ونه نیول شي، کرونا مونږ تېر کال هم له درسونو پاتې کړو او سږ کال بیا دا لړۍ پیل شوه، خو زه ټولو محصلینو او د ښوونځیو زده کوونکو ته وایم، چې په خپلو کورونو کې درسونه تعقیب کړي.»

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست وايي، که خلک له کرونا ځانونه خوندي نه کړي، نو په دې ولایت کې به لوی ناروین رامنځته شي، خو ځینې خلک بیا دا ناروغي عادي بولي او له واکسین څخه یې هم ډډه کوي.