ماشومه

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ میلیونونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

اطلاعات روز: د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت د ولسمشر محمداشرف غني په یو خپور شوي پیغام کې وایي، چې لا هم د جنګ او ناوخوالو له امله په هېواد کې میلیونونه ماشومان زده کړو او بنسټیزو حقونو ته لاسرسی نه لري.

ارګ نن (سه شنبه، ۱۱ د غبرګولي) د ولسمشر غني په خپور شوي پیغام کې ویلي، «تحمیلي» جنګ چې میلیونونه ماشومان یې له زده کړو بې برخې کړي، بیا هم ډېری ماشومان ښوونځیو ته ځي او دا هیله بښونکی دی.

دغه پیغام زیاتوي، سره له دې چې دولت د ماشومانو د اساسي حقونو تامین ته ژمن دی، ترڅنګ یې په مشخصو او مدونو برنامو کار کوي چې دغه حقونه نور هم پیاوړي او دوام وکړي.

په دې پیغام کې راغلي: «که څه هم د بدمرغه تحمیلي جنګ او ناخوالو له امله لا هم په میلیونونو ماشومان د زده کړو په ګډون د ژوند له ‌‌‌‌‌‌ډېرو اساسي حقونو او اسانتیاوو محروم دي، خو د امید او خوښۍ خبره دا ده چې اوس تر بل هر وخت ډېر ماشومان ښوونځیو ته ځي، د هغوی لپاره صحي او فرهنګي خدمات مخ په زیاتیدو دي او په ټولنه کې دا پوهاوی ورځ په ورځ زیاتېږي چې له ماشوم سره باید مناسب چلند وشي.»

د ارګ دغه پیغام همدارنګه وایي، د ماشومانو د نړیوالې ورځې نمانځل دوی ته دا فرصت ورکوي، څو یو ځل بیا د ماشومانو ستونزو حل، هغوی ته د غوره ښوونې او روزنې زمینې برابرولو او روښانه راتلونکې لپاره، تمرکز او پام وکړي.

ولسمشر غني په دې پیغام کې ټینګار کړی، چې ماشومان د هېواد راتلونکی جوړوي او په وینا یې روښانه راتلونکی هلته جوړیږي، چې هغوی ته سم پام وشي.