پکتیا

په دوه ګوني چلند د کلیو او پراختیا سرپرست وزیر تورنېدل؛ «پکتیا کې د کار هیڅ څرک نه لیدل کیږي»

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د مدني ټولنو لسګونه کسانو د کلیو او پراختیا د سرپرست وزیر «مجیب الرحمان کریمي» په ضد سولیز لاریون وکړ او نوموړی یې له پکتیا سره په کړو ژمنو کې پاتې وباله.

دوی چې نن (پنجشنبه، ۲۰ د غبرګولي) د ګردېز ښار په نجیب الله څلور لارې کې راټول شوي و، د نورو پراختیايي کارونو ترڅنګ یې وزیر د هغو ۱۰۳ ښوونځیو چې په پکتیا کې یې تېر کال د بنسټ ډبره ايښې وه پاتې وباله او دا یې د خلکو د تېر ایستلو په مانا یاد کړ.

لاریون کوونکي وايي د اقرا برنامې په چوکاټ کې یاد ښوونځي په نورو ولایتونو کې جوړ شوي، خو تر اوسه یې په پکتیا کې د کار هیڅ څرک نه لیدل کیږي.

د نني سولیز لاریون یو تن ګډونوال حفیظ الله مبارز وویل، چې کریمي تېر کال پکتیا ته په خپل وروستي سفر کې له ولس سره ژمنه وکړه، چې د ۱۰۳ ښوونځیو ترڅنګ به په دې ولایت کې ګڼې نورې رغنیزې پروژې هم پلې کوي، خو د مبارز له هماغه ژمنو وروسته تر اوسه په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی شوی.

هغه وویل: «مونږ چې نن کوم لاریون را ایستلی، زمونږ هدف د نورو پراختیايي کارونو ترڅنک دا هم و، چې ولې د کلیو او پراختیا وزیر له پکتیاوالو سره توپیري چلند کوي او هغه ژمنې چې نوموړي دلته له خلکو سره کړې نه عملي کوي، هغه د ۱۰۳ ښوونځیو ژمنه کړې، په نورو ولایتونو کې جوړ شول، خو تر اوسه په پکتیا کې د یو ښوونځي ودانۍ هم نه دی جوړه شوې.»

دغه لاریونوال وایي، د کلیو پراختیا سرپرست وزیر یوازې ژمنې ورسره کړي او دوی یې تېر ایستلي دي.

د دې لاریون یو بل ګډونوال او مدني فعال محمد علي جان محمدي بیا وايي، پکتیا د سویل ختیځ زون مرکز دی، خو د کلیو او پراختیا وزیر له خوا د زون ټول امتیازات ګاونډي خوست ته ورکول کیږي.

هغه زیاته کړه، چې د کریمي د کمزوري مدریت له امله په ولسي جرګه کې هم نام شوی او  حکومت ته پکار ته چې نوموړی ژر تر ژره له دندې ګوښه کړي.

محمدي داسې وايي: «د کلیو او پراختیا وزیر له پکتیا والو سره د مور او میرې چلند کوي، هغه حقونه چې مونږ ته باید راکړل شوي وای، نه دي راکړي، په نورو ولایتونو کې ګڼې پروژې پلې شوې خو ولې پکتیا کې د دې پروژو هیڅ څرک هم نه لیدل کیږي، زمونږ غوښتنه له وزیر صیب څخه دا ده، چې پکتیا ته پام وکړي او کړې ژمنې عملي کړي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت قومي مشر سردار خان توتاخېل د مجیب الرحمان کریمي ترڅنګ د پکتیا ولایت د کلیو او پراختیا ریس فضل هادي عاصم هم په خپلو چارو کې پاتې وباله او د نوموړي یې له دندې د ژر تر ژره لرې کېدو غوښتنه وکړه.

د توتاخېل په وینا، که له پکتیاوالو سره د کلیو او پراختیا وزارت له خوا کړې ژمنې په وخت عملي نه شي، نو دوی به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

توتاخېل وايي: «پکتیا والو سره نه یوازې چې وزیر توپیري چلند کوي، بلکې په دې ولایت کې د کلیو او پراختیا ریس هم په خپل مدیریت کې ناکام دی، ځکه هغه باید په وزیر فشار راوستلی وی، چې دلته یې پروژې پلې کړې وای، مونږ دا پریکړه کړې، که راسره کړې ژمنې عملي نه شي، خپلو مدني حرکتونو ته به دوام ورکوو او د وزیر او ریس د استفاء غوښتنې ته به دوام ورکړو.»

د لاریونوالو په وینا، که له پکتیاوالو سره د کلیو او پراختیا وزارت له خوا کړې ژمنې په وخت عملي نه شي، نو دوی به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

د پکتیا ولایت د کلیو او پراختیا ریاست مسوولین بیا وايي، چې په دې ولایت کې یې په بېلابېلو برخو کې ګڼې رغنیزې پروژې پلې کړې کړي، د کلیو او پراختیا ریس فضل هادي عاصم اطلاعات روز ته وویل، چې پکتیا د پوهنې وزارت له لوري د اقرا په لومړي پروګرام کې نه و شامل نو ځکه یې د ۱۰۳ ښوونځیو جوړېد کارې درېدلې وې، عاصم زیاتوي، چې د پکتیا لپاره د ۱۰۳ ښوونخیو د جوړېدو تخنیکي چارې بشپړې شوې او په دویمه برنامه کې به ورباندې عملي کار پیل شي.

نوموړی وايي: «مونږ په پکتیا کې د ښوونځیو علاوه نورې زیاتې پرژوې په مرکز او ولسوالیو کې سرته رسولې او په ځینو نورو یې کار روان دی، د ښوونځیو په اړه که درته وویام، چې دا د اقرا برنامې په چوکاټ کې د پوهنې وزارت له لوري په لومړی برنامه کې پکتیا نه وه شامله او په دوهمه برنامه کې بیا د نورو ولایتونو ترڅنګ پکتیا هم شامله ده او تخنیکي کارونه یې خلاص شوي په لنډ وخت کې به ورباندې عملي کار پیل شي.»

تېر کال د لړم په میاشت کې د کلیو او پراختیا وزیر  مجیب الرحمان کریمې پکتیا ته په سفر کې د ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۱۰۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده، خو وروسته د نه تعقیب له امله د دې ښوونځیو چارې پیل نه شوې، اوس د پکتیا اوسېدونکو په نني لاریون کې د پرکړه لیک په لوستلو سره له وزیر څخه د یادو ښوونځیو د جوړېدو او په دې ولایت کې د نورو اړونده پراختیايي پروژو د پلې کېدو غوښتنه هم وکړه.