خوست نمونوي لېسه

خوست کې د نمونوي لېسې لپاره لا هم تشکیل نه دی ورکړل شوی

خبریال: حبیب الله سراب

دوه کاله وړاندې په د خوست ولایت په مرکز کې د سویل ختیځ زون په کچه د نمونوي لېسې د جوړېدو چارې پیل او شاوخوا څلور میاشتې وړاندې پای ته ورسېدې، اوس د خوست ولایت اوسېدونکي وايي، په ولایت کې یې د نمونوي لېسې ودانۍ پرانیستل شوې، خو تر اوسه یې تشکیل نه دی وکړل شوی.

د دوی په وینا شاوخوا څلور میاشتې وړاندې دا لېسه د ۲۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې او کلیو بیارغونې او پراختیا د وزیرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او په هماغه مهال د هیواد د پوهنې د سرپرستې وزیرې رنګینې حمیدي له خوا د خوست له اوسېدونکو سره ژمنه شوه، چې دې لېسې ته به په وخت اړین امکانات او تشکیل برابروي، خو له دومره مودې تېرېدو لاهم ګټې ته له سپارل شوې ودانۍ د لېسې په ډول ګټه نه اخیستل کیږي.

د خوست ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا ځینې غړي په دې ټینګار کوي، چې د زده کوونکو اړتیا ته په کتو باید همدې لېسې ته د ښوونکو او نورو کارمندانو تشکیل او وسایل ورکړل شي.

د خوست ولایت اوسېدونکی خانزاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دوی لومړی د دې ودانۍ په پرانیستل ډېر خوښ و، خو اوس چې تشکیل نه لري، زده کوونکو او د خوست اوسېدونکو ته هیڅ ګټه نه کوي.

هغه له پوهنې وزارت څخه غوښتنه کوي، چې د دې ودانۍ ټولې اړتیاوې پوره کړي، تر څو له کومې ستونزې پرته په کې زده کوونکي زده کړې وکړي.

هغه داسې وویل: «کله چې دلته د پوهنې د وزېرې له خوا د خوست نمونوي لېسه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، نو مونږ ډېر خوښ و، چې په دې کې به عملا زده کوونکي زده کړې هم پیلوي، خو له هغې مودې څلور یا پنځه میاشتې تېریږي، خو تر اوسه په کې درسونه نه دي پیل شوي، چې لامل یې هم تشکیل بلل شوی.»

دا لېسه د ۲۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې او کلیو بیارغونې او پراختیا د وزیرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او چارواکو ژمنه وکړه چې تشکیل او نور اړین امکانات به ورته برابروي، خو لا هم دا کار نه دی شوی.

په دې ولایت کې بیا مدني فعال سباوون تڼی د پوهنې وزېره په کړو ژمنو کې پاتې بولي او وايي، د پرانیستې پر  مهال یې له خلکو سره ژمنه وکړه، چې ژر به ورته د ښوونکو او نورو کارمندانو تشکیل منظوري، خو په خبره یې چې تر اوسه یې هماغه ژمنې نه دي عملي کړې.

سباوون دا لېسه د سویل ختیځ زون او په تېره بیا د خوست ولایت د زده کوونکو لپاره ارزښتناکه بولي او وايي، چې د مناسب چاپیریال تر څنګه د اوسېدو لپاره ورته لیلیه هم جوړه شوې ده.

ښاغلي سباوون اطلاعات روز ورځ پاڼې ته وايي: «د حکومت ډیری چارواکي له ولس سره ژمنې وکړي، خو وروسته یې عملي کوي نه، د نموني لېسې د پرانیستې پر مهال له مونږ سره د رنګینې حمیدي له خوا ژمنه وشوه، چې له ځنډ پرته به د خوست نمونوي لېسې ته تشکیل هم منظوروي، خو تر اوسه یې بیا خوستیانو ته سلام هم نه دی راچولی او کړې ژمنې خو لرې خبره ده.»

په دې ولایت کې یو تن زده کوونکي حسیب الله اطلاعات روز سره په خبرو کې د نمونوي لېسې جوړې شوې ودانۍ ته هیله څرګنده کړه، چې په فعالېدو سره به یې درسي او چاپیریالي ستونزې هوارې شي او په ښه ډول به زده کوونکي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه وویل: «مونږ په خوست کې د یو داسې ورځې په هیله و، چې یوه ورځ به راځي او دلته به په عصري او معیاري ډول د زده کړو او د زده کوونکو د اوسېدو لپاره مناسب ځای او ودانۍ جوړېږي، خوشبختانه چې دا ارمان مو پوره شوی، خو چې اوس یې نور امکانات هم ورته برابر کړي، تر څو له رخصتي وروسته په کې زده کړې پیل کړو.»

مدني فعالان وایي، دا لېسه د سویل ختیځ زون او په تېره بیا د خوست ولایت د زده کوونکو لپاره ارزښتناکه بولي او وايي، چې د مناسب چاپیریال تر څنګه د اوسېدو لپاره ورته لیلیه هم جوړه شوې ده.

ومو غوښتل چې په دې اړه د پوهنې وزارت د مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له زیاتو هڅو سره، سره بیا هم په دې ونه توانېدو.

په همدې حال کې بیا د خوست ولایت د پوهنې ریاست مسوولین هم د تشکیل ستونزه په ځای بولي او وايي، د حل لپاره یې له وزارت څخه غوښتنه کړې، چې ژر تر رزه باید نمونوي لېسې ته اداري سټاپ او نورو امکانات ورکړي.

د دې ولایت د پوهنې ریس نصیر احمد روښان اطلاعات روز ته وویل، چې دوی د لېسې رغنیزې چارې بشپړې کړې او په خبره یې چې پوهنې وزارت ته یې هم په دې اړه وړاندیز کړی، تر څو په دې لېسه کې د تشکیل او نورو اړتیاوو ستونزه هواره شي.

هغه وايي: «زمونږ د نمونوي لېسې د رغونې ټولې چارې بشپړې شوې، د پرانیستې مراسم یې هم ترسره شوي، اوس یوازې دې لېسې ته تشکیل او اړونده اداري وسایل کمبود لرو، نو وړاندې مو وزارت ته کړی، تر اوسه په دې اړه د هغوی لخوا هم عملي اقدام نه دی شوی، نو بیا هم مونږ دا موضوع تعقیبوو، تر څو د تشکیل ستونزو مو هواره شي.»

نوموړي زیاته کړه، چې د کرونا ویروسي ناروغۍ له زیاتېدو سره هم مهاله د دوی پوهنیز بهیر هم له خنډ او ځنډ سره مخ شوی، چې په ختمېدو سره به یې لېسې ته تشکیل منظور او په خبره یې چې عملا به پکې زده کوونکي زده کړې پیل کړي،

روښان په دې اړه وویل: «اوس خو زمونږ ټول تعلیمي مرکزونه رخصت شول، همدا د کرونا ناروغۍ له ختمېدو او یا د درسي بهیر له پیلېدو وروسته به د وزارت له خوا نمونوي لېسې ته د تشکیل ستونزه هواره شي او له ځنډ پرته به د زون متعلیمن په کې خپلې زده کړې پیلوي.»

د دې ولایت د پوهنې ریس نصیر احمد روښان وایي، چې دوی د لېسې رغنیزې چارې بشپړې کړې او په خبره یې چې پوهنې وزارت ته یې هم په دې اړه وړاندیز کړی، تر څو په دې لېسه کې د تشکیل او نورو اړتیاوو ستونزه هواره شي.

په خوست کې د جوړې شوې ودانۍ مالي لګښت د افغان دولت له پراختیايي بودېجې ورکړل شوی، په اته جریبه ځمکه کې همدا یاده جوړه شوې ودانۍ چې پنځه بلاکونه، د لیلیې ودانۍ، جومات، لوبغالي او ځینې نور وسایل لري، چې په الف ګروپ کې به ۲۰۰ زده کوونکي زده کړې وکړای شي.

په ټوله کې په سویل ختیځ زون کې د پوهنې بهیر په وړاندې ستونزې لاهم په ځای پاتې،  په لرې پرتو سیمو کې اوس هم ګڼ ښوونځي ودانۍ، درسي کتابونه، ښوونکي او نور امکانات نه لري، چې زده کوونکي یې په ډېرو سختو شرایطو کې زده کړې کوي.