امرالله صالح

امرالله صالح: سقوط شوې ولسوالۍ به د طالبانو په ډله ییزو هدېرو بدلې شي

اطلاعات روز: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، طالبانو ډلې هغه سیمې چې ډېر کم مخکې راغلي او په وینا یې چې د سقوط نوم یې ورکړی، د دې ډلې په ډله ییزو هدیرو به بدلې شي.

امرالله صالح نن (دوشنبه، ۲۴ د غبرګولي) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې طالبان د یوې نازکې کرښې رامنځته کولو سره مخته تللي، او شا ته کوم ژوروالی او پراخوالی نه لري.

ښاغلي صالح لیکلي: «هغوی چې طالبانو سره په جنګ کې بلد دي، پوهیږي چې دا نازکه کرښه به د دې ډلې په ډله ییزې هدیرې بدله شي. خلکو سره د طالبانو په چلند کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی.»

د ولسمشر لومړي مرستیال دغه راز ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې ودرېدنه، له انساني ارزښتونو او کرامتونو دفاع ده. صالح زیاته کړې چې طالبان انسانانو ته د اطاعت له غوښتنې او د غلامۍ ژوند ته له غاړه ایښودنې پرته بل هېڅ پیغام نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې طالبانو د هېواد ګوټ، ګوټ کې خپلو جګړو ته زور ورکړی او له شلو ډېرې ولسوالۍ یې سقوط کړي دي.

طالبانو ډلې د امرالله صالح دې خبرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.