کابل کې راکیټي مرمۍ

کابل ښار کې دوو چاودنو یو تن وواژه او درې نور یې ټپیان کړل

کابل ښار نن (شنبه، ۱لیندۍ) د دوو ماین چاودنو ښکار شو. په دې دوو چادونو کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، لومړۍ چاودنه شاوخوا ۷:۱۵ دقیقو کې د کابل ښار دولسمې ناحیې اړوند ارزان قیمت سیمه کې شوې ده.

د فرامرز په وینا، په دې چاودنه کې یو رنجر موټر د چسپکي ماین ښکار شوی، چې پایله کې یې یو نظامي وژل شوی او درې نور ټپيان شوي.

هغه دغه راز وویل، دویمه چاودنه نن شاوخوا ۸:۰۰ بجې د چهلستون «بالا ده» سیمه رامنځته شوې. فرامرز وویل، دې پېښه کې پر یو فورډ ډوله موټر چسپکي ماین چاودنه شوې، چې کومه مرګ-ژوبله نه لري.

له بلې خوا  د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي دي، چې نن سهار شاوخوا ۸:۵۰ دقیقې د کابل ښار پر ځینو برخو راکیټي مرمۍ توغېدلي دي. ښاغلي ارین په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه کوم وګړي یا ډلې د دې پېښو مسوولیت نه دی منلی.